تازه خبرونه

په پکتیا کې د حقاني شبکې او د طالبانو د منصور ډلې تر منځ نښته شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پکتیا ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د دغه ولایت د سید کرم ولسوالۍ په کوهسین سیمه کې د حقاني شبکې او وسلوالو طالبانو د منصور ډلې تر منځ په نښته کې دوه تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغه نښته د پنجشنبې پر سهار شپږ بجې( د غویی ۱۹) د حقاني شبکې د ځایي قومندان علم ګل(زرقاوي) او وسلوالو طالبانو د منصور ډلې د ځایي قومندان قاري غمي تر منځ د زکات او عشر پر پیسو رامنځته شوې، چې په کې د قاري غمي د ګروپ دوه تنه وسلوال وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې افغان دولت د بېلابېلو وسلوالو شبکو د مالي سرچینو د وچولو هڅې ګړندۍ کړې، چې له کبله یې پر مالي منابعو د یادو ډلو تر منځ اختلاف زیات شوي دي.

 وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

خبریال: فرید الله احمدزی

Trending

Exit mobile version