سیمه ییز خبرونه

په پکتیکا کې د وسلوالو طالبانو پر یوه مرکز هوایي برید شوی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې د يوه سرګروپ په ګډون لس وسلوال طالبان وژل شوي.

 د پکتیکا د امنیه قومنداني ویاند شاه محمد آرین آریانانیوز ته ویلي، چې یاد برید د برمل ولسوالۍ په منګړیتۍ نومې سیمه کې بې پیلوته الوتکې کړی، چې په کې د یوه سرګروپ په ګډون لس وسلوال طالبان وژل شوي دي.

آرین زیاته کړې، چې برید د وسلوالو طالبانو پر مرکز تر سره شوی، چې په کې شته وسله او مهمات هم له منځه تللي دي.

په وژل شویو طالبانو کې د هغوی یو تن سرګروپ، چې سنګري یادیده هم شته.

د یادونې ده، چې په دغه هوایي برید کې ملکي وګړیو ته کوم مالي او ځاني زیان ندی اوښتی.

 وسلوالو طالبانو تر اوسه د یاد برید په اړه څه ندي ویلي.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version