تازه خبرونه
په کندهار کې د داعش درې غړي او ۲۷ وسلوال نيول شوي
د شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۴) د کندهار امنیتي چارواکو ۳۰ تنه هغه وسلوال خبريالانو ته وښودل، چې د تېرو دوه اوونیو په اوږدو کې د کندهار ښار او بېلابېلو ولسواليو څخه د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې نيول شوي وه.
په نيول شویو وسلوالو کې درې کسان پاکستاني داعشي وسلوال دي، چې د مسوولینو په وینا د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې کونړ ته له تګ وړاندي نیول شوي دي.
د کندهار والي حيات الله حيات وایي، نيول شوي داعشيان د پاکستان د پنجاب ايالت اصلي اوسیدونکي دي او کونړ ته د جنګیدونکیو وسلوالو د مرستي لپاره تلل.
والي زیاتوي؛ نیول شویو نورو وسلوالو بيا په بېلا بيلو امنيتي پېښو کې لاس درلود او افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال نيولي دي.
احمد حمید نومی يو نيول شوی داعش وسلوال وایي، افغانستان ته پدې نیت راغلي، چې دلته د افغان امنیتي ځواکونو او دولت پر ضد په جګړه کې برخه واخلي.
هغه وایي: ماته مي ملګري وویل، چي د مسلمانانو د مرستي لپاره به افغانستان ته ولاړ شو او راته یې وویل، چې داعش د افغان کافر دولت پر ضد جنګيږي؛ خو که زه خبر وای دا ټول مسلمانان دي زه به هيڅکله دلته نه وای راغلی.
که څه هم پاکستان د افغانستان په جګړه کې د خپل هېواد لاس لرل ردوي؛ خو په افغان جګړه کې د پاکستانيو جنګياليو نیول کیدل، افغان دولت په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو ثبوت يادوي.
لدې دوه اوونۍ وړاندې هم په کندهار کې د عبدالسلام په نوم د داعش ډلې د جلب اوجذب يو مسوول د افغان ځواکونو لخوا نيول شوی و.
خبریال: بريالي رحيمي