تازه خبرونه
په پکتیا کې درې طالب سرګروپان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پکتیا امنیتي مسوولینو ویلي، چې تېره شپه د دې ولایت د احمد خېلو ولسوالۍ پر قرارګاه وسلوالو مخالفانو برید تر سره کړ، چې د همدې ولسوالۍ د امنیتي پولیسو له کلک ټینګار سره مخ شول.
د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم آریانانیوز ته وویل، چې په دې نښته کې د وسلوالو طالبانو دری تنه سرګروپان وژل شوي او دولس طالبان ټپیان دي.
ښاغلی تبسم زیاتوي، افغان ځواکونو ته کوم تلفات ندي اوښتي؛ خو د جګړې په ډګر کې له وسلوالو طالبانو څخه دوه میله کلاشینکوف، نظامي تجهیزات او یو شمېر نور وسایل پولیسو ته پاتې شوي دي.
وسلوالو طالبانو د یادې پېښې په تړاو تر دې دمه څه ندي ویلي.
خبریال: فریدالله احمدزی