تازه خبرونه
په پکتیا کې د ګردیز غږ رادیو خبریال صاحب زاده وژل شوی
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ګردیز غږ رادیو د ادبي او ټولنیزو خپرونو چلوونکی نادر شاه صاحبزاده تېره ورځ ورک شوی و او مړی یې تېره شپه د مرکز ګردیز اړوند د پیر باغ د سیمې په یوه څاه کې وموندل شو، چې پر چړو وژل شوی دی.
د امیري د څرګندونو له مخې نادرشاه صاحبزاده په رادیو کې د ادبي او ټولنیزو خپرونو چلوونکی و او په خبره یې کومه شخصي دښمني یې هم نه لرله.
د پکتیا امنیه قومنداني ویاند سردار ولي تبسم وایي د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.
خبریال: فرید الله احمدزی