تازه خبرونه

په پکتیکا کې یو موتر سایکل بم او دوه بم ښخوونکي نیول شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پکتیکا امنیه قوماندانۍ څرګنده کړې، چې دوه وسلوالو مخالفانو غوښتل د پکتیکا په جانیخېل ولسوالۍ کې دوه کړۍ ماینونه د سرک پر غاړه ځای پر ځای کړي، چې یوه خونړۍ پېښه رامنځته شي؛ خو موخې ته له رسیدو مخکې لاس په لاس ونیول شول.

دغه راز د پکتیکا امنیه قوماندان سمونوال محمد ایمل نیازی زیاتوي؛ اوړمه ورځ یو موتر سایکل بم، چې له چاودیدونکیو توکو ډک و د پکتیکا ولایت په وازیخوا ولسوالۍ کې له چاودنې مخکې ونیول شو، خو په اړه یې څوک ندي نیول شوي.

چارواکو ویلي، چې یاد کسان به له پوښتنو او ګرویږنو وروسته قضایي او عدلیې ارګانونو ته ور وژېژندل شي.

په سویل ختیځ زون کې پکتیکا ناامنه ولایت دی، چې د ډېرو ولسوالیو لارې یې د امنیتي ګواښونو له کبله تړل شوې دي او خلک یې د تګ راتګ ستونزې لري.

Trending

Exit mobile version