تازه خبرونه
په کندهارکې د ټاکنو کمیسیون ۸ کارکوونکي وژل شوي
د ده په وینا؛ په دې برید کي څلور ځانمرګي او ۱۷ وسلوال وژل شوي.
قومندان زیاته کړې، چي ټپيان او وژل شوي کسان یې ښار ته را لیږدولي او پر ځای یې نور سرتېري ولسوالۍ ته لېږلي دي.
یوه بله سرچینه هم څرګندوي، چې نن سهار وختي د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ د هاموي تانک په واسطه برید شوی؛ د ولسوالۍ ودانۍ ډېره برخه ويجاړه شوې او ګڼو سرتېرو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کې د ټاکنو کمیسیون ولایتي مسوول هاشم درانی وايي، په دغه برید کې د دوی هغه اته کار کوونکي هم وژل شوي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوملیکنې په موخه ګمارل شوي وه.
طالب وسله والو بیا د دغې ولسوالۍ د سقوط ادعا کړې او وايي، لومړی یې پر معروف ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ګڼ بریدونه پیل کړل، چې وروسته د دغې ودانۍ پر نيولو بریالي او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت چارواکي پر معروف ولسوالۍ بريد تائيدوي؛ خو د اوښتو زيانونو په اړه له رسنيو سره هيڅ ډول جزئيات نه شريکوي .