تازه خبرونه
په کندهار کې موتر بم برید له ۱۱۱ څخه ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د کندهار والي ویاند زیاته کړې، چې دغه موتر بم برید مازیګر څلورنیمې بجې( د چنګاښ ۲۷) د امنیه قومندانۍ د مخدره توکو د مدیریت په دروازه کې رامنځته او له چاودنې سره سم له امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل شوې، چې اوس هم روانه ده.
د کندهار والي ویاند احمدي ویلي موتر بم برید د ښار په پېنځمه امنیتي حوزه کې د امنیه قومندانۍ د مخدره توکو د مدیریت پر دروازې شوی دی.
ویل کېږي، چي ځانمرګو بریدګرو له چاودني سره سم حمله کړې ده.
ویل کیږي، چې په دې برید کې درې درندې چاودنې شوي دي.
د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ د برید پرمهال د کندهار امنیه قومندان په قومندانۍ کي نه و.
د کندهار حوزوي روغتون مسوولینو ویلي، چې په دې برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او له سل ډېر نور ټپیان دي.
طالبانو د کندهار پر امنیه قومندانۍ د برید او چاودنو مسوولیت پر غاړه واخیست او وایي، چې بریدګر له درندو وسلو ، چاودیدونکیو اورنیو توکو سره یادې ودانۍ ته ننوتي دي.