تازه خبرونه

په پکتیکا کې د مټاخان ولسوالۍ امنه قومندان له موتربم بریده روغ وتلی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویلي، چې د مټاخان ولسوالۍ پر امنیه قومندان عبدالودود اندړ د یادې ولسوالۍ د پتنې په اړوند سیمه کې موتر بم برید شوی دی.

لومړني معلومات ښيي، چې د برید موخه پخپله قومندان ودود و.

په دې پیښه کې دوه ملکي کسان وژل شوي، چې یوه ماشومه نجلۍ ده.

د امنیه قومندانۍ ویاند شامحمد آرین زیاته کړې، چې قومندان ودود اندړ له برید څخه روغ وتلی؛ خو دری تنه ساتونکي یې ټپیان دي.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version