تازه خبرونه

په ولسي جرګه کې د نویو ادارو د جوړیدو تقنیني فرمان له نیوکو سره مخ شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د نویو ادارو د جوړیدو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان او د ټاکنو لپاره له پراختیایي بودجې د پیسو لیږد د ولسي جرګې د غړیو له نیوکو سره مخ شول.

د ولسي جرګې تقنیني فرمان، چې د نویو ادارو د جوړیدو په اړه و؛ د قانوني حیثیت خپلولو لپاره ولسي جرګې ته ولیږل شو، خو د ولسي جرګې غړيو د حکومت د اساسي تشکیلاتو د ورلیږلو غوښتنه کړې او تر هغې، چې ولسي جرګې ته د حکومت تشکیلات ونه لیږل شي، نوې ادارې به د دې جرګې لخوا هم تائید نشي.

یو شمېر وکیلانو ویلي، چې د بودجې سند پخپله یو قانون دی او حکومت باید د څه باندې سل پروژو پیسې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته نه وای ورکړې.

په ولسي جرګه کې د غزني استازی عبدالقیوم سجادي وایي، چې د ادارو د یوځای کولو او رامنځته کولو طرحه باید ولسي جرګې ته رالیږل شوې وای او تقنیني فرمانونو، چې د نویو واحدونو د رامنځته کولو زیری لري؛ باید رد او له حکومته وغوښتل شي، چې دې جرګې ته خپل بنسټیز جوړښت او تشکیلات راولیږي.

په ولسي جرګه کې د غزني ولایت یو بل استازي عبدالرووف انعامي هم څرګنده کړې، چې د جرګې صلاحیتونه او واکونه باید محدود نشي؛ ولسي جرګه قانوني صلاحیت لري، چې د نویو ادارو د رامنځته کولو په اړه د حکومت پرېکړو ته لاسرسی و مومي.

د ولسي جرګې ځينو غړيو په ډاګه کړې، چې که د پراختیايي پروژو پیسې ټاکنو ته ځانګړې شي؛ نو د کال د منځنۍ دورې بودجه به د دوی لخوا رد شي.

د هرات استازې ناهید فرید څرګنده کړې؛ د بودجې پیسې د ښوونکیو د تنخواوو، د ښوونځیو له نیمګړیو کارونو او ان د ښوونځیو د زدکوونکیو د کتابونو دي، چې اوس پرې د ټاکنو تر سره کول غواړي. حکومت یې ، چې له هره ځایه کوي؛ باید د ټاکنو لګښت برابر کړي؛ خو حق نلري، چې له سرې کرښې تېر او دا پیسې ټاکنو ته ځانګړې کړي.

د ولسي جرګې رییس ویلي، د کال د منځنۍ بودجې او د هغو بدلونونو په اړه به، چې په کې راغلي؛ دا جرګه د چارشنبې په عمومي ناسته کې پرېکړه وکړي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وایي، چې د کال منځنۍ بودجه به مالي کمیسیون وڅېړي او په دې اړه به د کمیسیونونو اندونه راټول او عمومي ناستې ته وړاندې کړي، چې په اړه یې پرېکړه وشي.

ټاکل شوې د کال منځنۍ بودجه د چارشنبې پر ورځ(د زمري ۹) په عمومي ناسته کې تر بحث لاندې راشي او د ولسي جرګې زیاتره غړي په دې اند دي، چې په دې بودجه کې بدلونونه د  اصولو خلاف راغلي او که د جرګې لخوا رد نشي؛ ولسي جرګې ته به دا تاریخي ننګ وي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version