Connect with us

تازه خبرونه

په پکتیکا کې د ۱۰۰۰ کورنیو غړي د چرګانو له فارمونو برخمن شول

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست  په چوکاټ کې د دې ولایت د مرکز ښرنې، ارګون، یحی خېل او یوسف خېل ولسوالیو یو شمېر بېوزلې کورنۍ د چرګانو له کوچنیو فارمونو برخمنې شوې.

د دې ولایت والي هرې کورنۍ ته دېرش د هګیو چرګې او د فارم نور اړین وسایل ووېشل.

پکتیکا والي داکتر مجیب الرحمن څمکني د چرګانو د فارمونو د وېش په مراسمو کې څرګنده کړې، چې  د پکتیکا ولایت د بېلابېلو ولسوالیو(۱۰۰۰) کورنیو ته د هګیو چرګې او د هګیو د تولید د اړتیا وړ اړین توکي او وسایل ورکړشول، چې له دې سره به د بېوزلو کورنیو ستونزې څه ناڅه حل شي.

خبریال: فرید الله احمدزی

تازه خبرونه

عبدالسلام حنفي په لوګر کې راستنېدونکو ته د څه باندې زر نمرو له وېش خبر ورکړ

هغه د دې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي لوګر ته په خپل سفر کې اعلان کړی، چې په دې ولایت کې به بېرته راستنېدونکو کډوالو ته له زر ډېرې نمرې ځمکې ووېشل شي.

هغه د دې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

عبدالسلام حنفي ویلي: « نن مونږ دا ښارګوټی پرانیست، چې له زر څخه زیاتې نمرې لري. دغه نمرې به کډوالو ته ووېشل شي. سربېره پر دې نور ښارګوټي به هم ډېر ژر پرانیستل شي.»

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال زیاته کړې؛ په تېرو درې کلونو کې له ګاونډ هېوادونو څخه له پېنځه میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي او اسلامي امارت هغوی ته بېلابېلې چوپړتیاوې وړاندې کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندوز ولایت کې د سرو زرو کان کېندلو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګه‌ونه به په کې وشي.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د کندوز ولایت په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کېندلو تړون د آذربایجان او قرغزستان له شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګه‌ونه به په کې وشي.

دغو شرکتونو ژمنه کړې، چې د ۳۰ سلنه امتیاز پر ورکولو به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو کې ولګول شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزیر وايي؛ د دې تړون لاسلیک د درې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لور یو مثبت ګام دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د اسلامي خطي نسخو په اړه د آیسسکو په علمي غونډه کې ګډون وکړ

د آیسسکو مسوولانو په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې مالي هېواد د سلګونو زره خطي نسخو پر لرلو په لویدیځه افریقا کې د اسلامي تمدن او فکر له مهمو خزانو ګڼل کېږي او د دغو تاریخي آثارو ساتنه ځانګړی ارزښت لري.

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۱, ۱۴۰۵

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي آرشیف رییس عبیدالله حنیف او د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رییس محمد شفیق احمدزي د اسلامي خطي نسخو په اړه د اسلامي نړۍ د ښوونې، علومو او فرهنګ بنسټ (آیسسکو) په انلاین علمي غونډه کې ګډون وکړ.

دغه غونډه د آیسسکو د هنري لیکنې او خطي نسخو مرکز له‌خوا د « په نړۍ کې اسلامي نسخې » تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، چې د مالي هېواد د خطي نسخو وضعیت او د دې فرهنګي میراث د ساتنې او خوندي کولو د لارو چارو پر ارزونه راڅرخېدلې ده.

د آیسسکو مسوولانو په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې مالي هېواد د سلګونو زره خطي نسخو پر لرلو په لویدیځه افریقا کې د اسلامي تمدن او فکر له مهمو خزانو ګڼل کېږي او د دغو تاریخي آثارو ساتنه ځانګړی ارزښت لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!