تازه خبرونه
په کندهار کې د لس ميګاواته لمريزې برښنا جوړيدو چارې پيل شوې
څلور کاله وړاندي په دې ولايت کي د لس ميګاواته لمريزي برښنا د جوړيدو لومړني کارونه پيل شول، چي په سر کي ورته لس ميليون امريکايي دالره ځانګړي شوي وه؛ خو اوس ورته ١٩ ميليون دالر ځانګړي شوي، چې ټولي برخي يې په اساسي ډول جوړې شي.
د ملي وحدت حکومت اجرائيه ریيس، چي د لس ميګاواته لمريزې برښنا پروژې د کار د پیل په موخه کندهار ته تللى و وايي، پر دې پروژې ١٩ ميليون امريکايي دالر لګښت راځي او د يوه کال په موده کې ګټي اخيستني ته سپارل کیږي؛ خو ډېره برخه به یې د صنعتي پارکونو لپاره وکارول شي.
د حکومت اجرائيه ريیس داکتر عبدالله عبدالله زیاتوي، دا پروژه به د يوه کال په موده کي په ١٦٠ جريبه ځمکه کي بشپړه او د صنعتي پارکونو برښناد نشتوالي ستوزه به حل شي.
هغه دغه راز ویلي، چې، د دې تر څنګ د کجګي د برښنا پر بند او له کابل څخه د ٤٠٠ ميليون امريکايي دالرو پر ارزښت د وارداتي برښنا پر رالیږدولو کار روان دى.
د انرژۍ او اوبو وزیر علی احمد عثماني وايي، چې د دې پروژې لس ميليون امريکايي دالر لګښت د امريکا د پرمختيايي ادارې له خوا او نهه ميليون دالر يې د يوې بهرنۍ کمپنۍ له خوا ورکول کيږي.
د کندهار والي زلمى ويسا وايي، که څه هم پر دې پروژه د خلکو ټولي ستونزي نه حليږي؛ خو د صنعتي پارکونو لپاره به د فعاليت لپاره يوه وسيله وي.
د يادونې ده، چي دغه برښنا به يوازې د ورځي له خوا وي او د شپې له خوا به برښنا نه لري.
خبریال: بريالی رحيمي
تازه خبرونه
بیجینګ دې له کابل سره د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي – اسلامآباد
د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال ويلي، اسلامآباد له بیجینګ غواړي، چې له کابل سره د تروریزم پر موضوع خبرې وکړي.
احسان اقبال له امریکا غږ سره په مرکه کې، چې نن یکشنبه (د غویی دېرشمه) خپره شوې؛ ویلي، پاکستان په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري، چې له دغه هېواده بهر ترهګریز فعالیتونه کوي.
هغه زیاته کړې: هغه ترهګر، چې د چینايي کارګرانو پر وړاندې یې وروستۍ پېښه کړې هم له افغانستان راغلي؛ نو زما په اند دا د اندېښنې وړ دي. مونږ هیله لرو، چې چین به هم افغانستان قانع کړي؛ ځکه افغانان هم په سیمه کې د چین واکمنۍ ته غوږ نیسي.
دغه پاکستاني چارواکي ویلي؛ په افغانستان کې د کړکېچ له کبله پاکستان ندی توانېدلی، چې په خپلو بېخبناوو کې پانګونه وکړي.
هغه افغانستان ته په نغوته کې ویلي، چې پاکستان له چین سره هوکړه کړې، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې درېیم هېواد هم شامل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت د پاکستانيو چارواکو اړوند امنیتي تورونه رد کړي.
تازه خبرونه
په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولتآباد ولسوالیو کې راوتلي دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.
ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي.
تازه خبرونه
له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.
د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.
دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.
د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې لهخوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.
په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.
-
د هوا حالاتو بدلونونه5 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
سوداگري4 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي
-
تازه خبرونه4 days ago
د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي
-
تازه خبرونه3 days ago
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
-
نړۍ4 days ago
اروپايي ټولنې روسي رسنۍ هم د بندیزونو په نوملړ کې ورزیاتې کړې
-
لوبی1 day ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
سوداگري5 days ago
تېر کال د صادراتو او وارداتو ارزښت له ۱۰ میلیارډ ډالرو ډېر و – د احصائې ملي اداره