تازه خبرونه

په پنجشېر کې ولسمشر غني خلکو ته پر اوښتي زیان خواشیني څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني د هېواد د یو شمېر ملکي او پوځي چارواکو په ملتیا د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۲۴) له غرمې مخکې پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او له هغو سیمو یې لیدنه وکړه، چې وروستي طبیعي ناورین ځپلې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر اړوند بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې له زیانمنو سره بشپړه مرسته وکړي.

ولسمشر وروسته د پنجشیر ولایت په مقام کې د دغه ولایت له خلکو او سیمه ییزو چارواکو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د دغه ولایت والي انجنیر کمال‌الدین نظامی لومړی خبرې وکړې او د حکومتي مشرانو له راتګه یې، چې هغه مهال په بروکسل کې ول، مننه وکړه.

هغه د ولسمشر د هدایت له مخې، چې اړوند بنسټونو د زیانمنو کسانو په ژغورنه کې برخه واخیسته هم خوښي ښکاره کړه.

د پنجشېر یو قومي مشر وویل، چې ستاسو راتګ او همدردۍ زمونږ پر دردونو مرهم کیښودل او د غمونو زغم مو را په برخه کړ.

ولسمشر د خلکو د څرګندونو له اویدو وروسته یو ځل بیا زیانمنو کورنیو ته خپله ډاډګیرنه او خواشیني وړاندې کړه او په ډاګه یې کړه: د والي او نورو سیمه ییزو چارواکو غوره مدیریت او د خلکو پراخ ګډون وښوده، چې ټول د پېښو پر وړاندې ګډ احساس لرو.

اشرف غني دغه راز د ښار جوړونې وزارت ته هدایت ورکړ، چې د استوګنو د کورونو جوړولو لپاره یوه سیمه ځانګړې کړي او دولت به یې په جوړولو کې همکاري وکړي.

دغه راز ولسمشر اړوند بنسټ ته سپارښتنه وکړه، چې د ویجاړو هټیو پر ځای د یو مناسب بازار د جوړولو نقشه هم ترتیب او حکومت به یې په جوړولو کې همکاري وکړي.

دغه راز  د کرنې او د کلیو د پراختیا وزارتونو ته سپارښتنه وشوه، چې دغه ولایت په خپلو لومړیتوبونو کې ونیسي.

ولسمشر غني د پنجشېر سیند د اسنادي دیوالونو پرجوړولو هم ټینګار څرګند کړی او دغه راز یې د کارموندنې په اړه تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې ته د اړوند حرفوي او صنعتي زدکړو د پراختیا هدایت ورکړ.  

هغه خلکو ته ویلي، چې ولسواکي دغه راز خواخوږي لري او ستاسې دردونه او غمونه د دې سبب شول، چې مونږ ټول دلته راشو. که د خلکو دردونه مو پر خوزښت رانولي، ځانته به انسانان څنګه ووایو.

قتیل زوی

Trending

Exit mobile version