Connect with us

تازه خبرونه

په پکتیا کې د قومي مشر په ګډون ۶ کسان وزل شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پکتیا ولايت د زرمت ولسوالي په سرکۍ سيمه کې تېره شپه پر يو کور امنیتي ځواکونو عمليات تر سره کړي دي.

 د زرمت ولسوالۍ اوسیدونکي وايي, د امنیتي ځواکونو دغه عمليات د پخواني جهادي قومندان او قومي مشر محمد نعيم پر کور شوي، چې د حاجي نعيم په ګډون د هغه ورور, زوی او درې نور په کې وژل شوي دي.

 د پکتيا د سولې ولايتي کمیتې مسوول جنت خان منګل وايي، حاجي نعيم د سولې ولايتي کمیتې غړی دی؛ خو معالومه نده, چې وژل شوی او که ژوندی پاتې دی.

 د پکتيا ولايت امنيتي مسوولين عمليات مني؛ خو وايي؛ د مرګ و ژوبلې په اړه بشپړ معالومات نه لري، چې په دې برید کې وژل شوي کسان وسلوال طالبان دي او که ملکي خلک دي.

طالبانو ویلي، چې  بهرنیو ځواکونو تېره شپه په زرمت ولسوالۍ کې پر جومات، کورونو او د پلورنځیو عملیات کړي، چې په کې د قومي مشر محمد نعیم په ګډون د ده درې زامن ، دوه وروڼه او د کلي دوه کسان وژل شوي دي.  

 د سیمې خلکو د وژل شویو کسانو جسدونه د ولایت مقام مخې ته وړي د ي.

تازه خبرونه

افغاني سرې میاشټې په ترکیه کې له بشري بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۸, ۱۴۰۳)

د افغاني سرې میاشتې مرستیال نور الدین ترابي د یوه پلاوي پر مشرۍ نن دوشنبه د غبرګولي اوومه د ترکیې په استانبول ښار کې د ١٧ بشرپاله او خيريه بنسټونو له چارواکو سره د بشري مرستو د جلب ناسته ترسره کړه.

د افغاني سرې میاشتې د څرګندونو له مخې؛ ياد ١٧ خيريه بنسټونه، چې د يوه بنسټ تر چتر لاندې خپل بشرپال فعاليتونه تر سره کوي؛ د ترابي له لوري ورسره د افغانانو د اقتصادي حالت او ستونزو په اړه هر اړخيز معلومات شريک شول.

نوموړي له دې بنسټونو وغوښتل، چې د افغانستان له سېلاب ځپلیو سره مرستې وکړي.

له تېرې څه ناڅه یوې میاشتې را په دې خوا د افغانستان په شمال ختیځ کې سخت بارانونه او سیلابونه راغلل، چې د بدخشان (۵)، د بغلان (۱۰) او د تخار (۶) ولسوالۍ یې اغېزمنې کړې.

راپورونه ښیي، چې تر دې دمه ۳۴۷ کسان وژل شوي او ۱۶۵۱ نور ټپیان دي.

یونیسیف په روانه اوونۍ کې راپور ورکړ، چې شاوخوا ۷۸۰۰ کورونه یا ویجاړ شوي یا لږ څه زیانمن دي او له ۵۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د ويجاړو او زیانمنو شويو سړکونو، پلونو، روغتيايي مرکزونو او دولتي ښوونځيو ترڅنګ، کرنيزې ځمکې او څاروي هم له منځه تللي دي.

د ۲۰۲۴ کال د می د شپاړلسمې او اووه‌لسمې ترمنځ غور ولایت د سختو بارانونو او سېلابونو تجربه وکړه؛ ۱۰ ولسوالۍ یې اغېزمنې کړي، چې مرغاب په کې له ټولو ډېر اغېزمن شوی دی.

د راپورونو له مخې؛ د ۱۰ ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي؛ ۲۰ ورک او ۴۹ نور ټپیان دي.

لومړني راپورونه ښیي، چې د څه باندې ۴۱۰ کورنیو کورونه ویجاړ شوي او یا په جزوي توګه زیانمن دي، ۲۷ روغتیايي او د تغذیې مرکزونه ویجاړ شوي او یا هم جزوي زیانمن دي او ۶۲ ښوونځي سخت زیانمن شوي دي.

د می پر اووه‌لسمه په فاریاب ولایت کې هم د سېلابونو له کبله ۹ ولسوالۍ زیانمنې شوې دي.

لومړني راپورونه ښيي، چې ۶۲ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. سربېره پردې ۱۸۹۰ کورونه ویجاړ شوي یا ل. څه زیانمن شوي او درې روغتیایی تاسیسات او ۲۳ ښوونځي اغېزمن شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کابلوف پوتین ته له ترهګریز نوملړ څخه د «اسلامي امارت» د نوم لرې کولو وړاندیز وکړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۸, ۱۴۰۳)

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د څرګندونو له مخې؛ بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د ترهګرو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د احتمالي ایستلو په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړي او اړوند وړاندیز کرملین ته سپارل شوی دی.

کابلوف تاس خبري آژانس ته ویلي: بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته خبر ورکړی، چې طالبان (اسلامي امارت) دې په دې هېواد کې د ترهګریزو ډلو له نوملړ څخه وایستل شي.

کابلوف زیاته کړې، چې دغه دریځ یو شمېر دولتي بنسټونو تائید کړی او دا کړنه باید ترسره شي او له دې پرته به د (افغانستان چارسمبالي حکومت) د پر رسمیت پېژندلو خبرې له وخته مخکې وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پدې مسلې کار روان دی، ټول ملاحظات د روسیې مشرتابه ته وړاندې شوي او مونږ یې پرېکړې ته په تمه یوو.

هغه دا هم ویلي؛ اسلامي امارت په ۲۰۲۱ ز.کال کې واک ته له رسېدو وروسته د رسمیت پېژندلو لپاره اوږده لار ولې؛ خو اوس هم ځینې خنډونه شته، چې پرې برلاسي شي او له هغې وروسته به بیا مسکو پرېکړه وکړي.

دغه راز د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي: طالبان (اسلامي امارت) په افغانستان کې اصلي ځواک دی او د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه یې د ایستلو هڅه د واقعیت ښکارندویي کوي.

همدارنګه کابلوف یوه روسي خبري چینل ته ویلي، چې اسلامي امارت د سنټ پټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون پخلی کړی دی.

هغه ویلي: د طالبانو حکومت (اسلامي امارت) د کار وزیر او د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر به د سنټ پټرزبورګ په اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

کابلوف زیاته کړې: زه تمه لرم، چې دوی (د اسلامي امارت پلاوی) او افغان سوداګر به له روسیې او نورو بهرنیو شریکانو سره د همکارۍ په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.

هغه څرګنده کړې: د روسیې په اړه ما مخکې وویل، چې دا ډول همکارۍ له پخوا څخه شتون لري؛ خو د هغې امکانات پای ته ندي رسیدلي او مخ پر پراخېدو دي.

کابلوف وایي: زه هیله لرم، چې افغان پلاوی به له دې فرصت څخه د روسیې او نورو دوستو هېوادونو د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره پوره ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د افغانستان اسلامي امارت هم د دغه فورم په غونډه کې ګډون کړی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

آریانا نړیوال ټلویزیون “د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې” یو نوی پروګرام پیل کړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۸, ۱۴۰۳)

آریانا نړیوال ټلویزیون (ATN) د سې شنبې پر ورځ (د غبرګولي اوومه) په افغانستان کې د “ د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې ” تر سرلیک لاندې خپل نوی پروګرام پیل او په ټول هېواد کې د منځپانګې تولیدوونکیو ته اجازه ورکوي، چې آریانا نیوز ته د عامې خبرتیا لپاره خبر جوړوونکې ویډیوګانې او انځورونه راولېږي.

په پیل کې کولی شئ انځورونه او ویډیوګانې WhatsApp ته راولیږئ، چې آریانا نیوز یې وارزوي. که ومنل شي؛ نو ورسره یو رسمي بهیر پیلیږي، چې وروسته به د منځپانګې رالېږونکي ته د رالېږلو پیسې ورکړ شي.

دا مشارکتي نوښت په ځانګړي توګه د بېړنیو خبرونو د ترلاسه کولو لپاره ګټور دی؛ ځکه هر څوک، چې یو ځیرک ګرځند ولري او د پیښې د پېښېدا په ځای کې وي، کولی شي سمدستي ترې خپله ویډیو او انځور آریانا نیوز ته د کارولو لپاره راواستوي.

له رالېږنې وروسته آریانانیوز د کارولو لپاره وډیډیو او انځور غوره کوي او بیا د منځپانګې له اخیستونکي او رالېږونکي سره اړیکه نیسي.

د ویډیوګانو یا انځورونو د ارزولو لپاره ځانګړي پړاوونه په پام کې نیول شوي او داسې مقررات شته، چې باید ومنل شي.

د ویډیو او انځورونو د رالېږلو لارښوونې

ټوله رالېږل شوې منځپانګه باید اصلي او ستاسو لخوا رامنځته شوې وي. مونږ هغه منځپانګې او توکي نه منو، چې په کې د چاپ له حق یا سوداګریزو قوانینو سرغړونه شوې وي.

مونږ ته له اوبپاڼو څخه ډاونلوډ شوې ویډیوګانې یا انځورونه مه رالېږئ.

کیفیت: کیفیت لرونکې منځپانګه، چې څرګند تمرکز په کې وي؛ د منلو شونتیا به یې ډېره وي.

تړاو: مونږ د خبري پېښې اړوند منځپانګې ته اړتیا لرو، چې انځورونه او ویډیوګانې رانغاړي. پخوانۍ منځپانګې، چې تېرې پېښې یې انځوریزه کړې وي؛ نه منل کیږي.

اجازې: ټوله هغه منځپانګه، چې مونږ یې کاروو؛ د هغه چا له‌خوا لاسلیک شوې اجازې ته اړتیا لري، چې له پېښې څخه یې ویډیو یا انځور اخیستی. له دې سره دا ډاډ تر لاسه کیږي، چې مونږ د فردي منځپانګې د کارولو اجازه لرو.

د چاپ حق: ډاډ ترلاسه کړئ، چې تاسې د خپلو فایلونو حقونه لرئ یا مو د پلورلو لپاره لازمه اجازه ترلاسه کړې. تاسې باید د چاپ حق یا سوداګریزې نښې لرونکي داسې توکي راونه‌لېږئ، چې د شریکولو قانوني حق یې نلرئ.

ځانګړنه یا انحصار: د منځپانګې جوړوونکي یا رالېږونکي باید موافق وي، چې مونږ ته د بشپړ انحصار حق رالېږدوي. د تړون له لاسلیک کولو وروسته د جوړونې رالیږونکی نشي کولی ویډیو بیا وپلوري یا کوم بل خبري سایټ ته یې ولېږدوي او هم نشي کولی، چې اړوند منځپانګه په خپل یا کوم بل پلیټفرم کې اپلوډ یا وکاروي.

اومه توکي: ټولې ویډیوي او انځوریزې رالېږنې باید اصلي بڼه ولري – باید اومه توکي وي؛ پرته له نښې یا لوګو، واټر مارک، ټنګ ټکور، متن او داسې نور ونلري.

ځای او نېټه: ډاډ ترلاسه کړئ، چې د پېښې ځای او سمه نېټه ولیکل شي، چې دا اړینه ده.

تادیه: د پیسو ورکړه او تادیه یوازې هغه وخت ترسره کیږي، چې د ویډیو له کارولو سره هوکړه شوې وي او د منځپانګې له جوړوونکي سره لاسلیک شوی تړون ولرو. لېږنه په اتوماتيک ډول د خپرونې لپاره وړ نده.

د کارولو حق: د آریانا شبکه به لومړی او بشپړ حق ولري، چې منځپانګه شریکه او وکاروي او یا یې له آریانا نیوز او نورو شریکانو سره شریکه کړي. درېیمه ډله یا شریکان به له اړتیا سره سم د منځپانګې برانډ کولو بشپړ حق ولري. که منځپانګه مخکې بل شرکت ته لېږل شوې او یا پلورل شوې وي؛ دا ډول رالېږنه به ونه‌منل شي.

د منځپانګې د جوړونکي یا رالیږونکي هویت: د منځپانګې د ټولو جوړوونکیو یا رالیږونکيو نومونه پټ ساتل کیږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!