تازه خبرونه

په میدان وردګ کې ځانمرګي ۱۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په میدان وردګ ولایت کې یوه ځانمرګي بریدکوونکي ۵ کسان وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

دا برید د موتر په وسیله نن له غرمې مخکې(د لړم ۵) په میدان ښار کې د امنیتي ځواکونو د اکمالاتي مرکز په دروازه کې شوی دی.

د میدان وردګ د امنیه قومندانۍ ویاند حکمت الله درانی وايي؛ په دغه برید کې پېنځه کسانو ژوند له لاسه ورکړی، چې دوه یی پولیس او درې ملکي وګړي دي او د پولیسو او ملکي کسانو په شمول ۱۲ نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي، برید د اکمالاتي قرارګاه د قراول په دروازه کې د سراچې موتر په وسیله شوی دی.

طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

میدان وردګ ولایت د کال په لویدیځ کې یو له ناامنه ولایتونو دی، چې طالبان یې په ډېرو سیمو کې پراخ شتون لري او وخت ناوخته امنیتي ځواکونه زیانمنوي.

Trending

Exit mobile version