تازه خبرونه
په میدان وردګ کې د طالبانو له زندانه ۱۳ کسان خوشې شوي
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځانګړیو امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی او د ۱۳ بندیانو له خوشې کولو وروسته یې ویجاړ کړی دی.
دغه راز ویل کیږي، چې د امنیتي ځواکونو په اړوند عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو د مهماتو یوه زیرمه هم له منځه وړل شوې او یو سراچه ډوله موتر یې هم سوځول شوی دی.
د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ له اړوند سیمې څخه امنیتي ځواکونو د ملا جانان نومي په ګډون څو شکمن کسان هم له ځان سره وړي دي.
طالبانو د دغې پېښې په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
د یادونې ده، چې امنیتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو یو شمېر زندانونه مات کړي او د سرتېرو په ګډون یې یو شمېر عام وګړي او دولتي کارکوونکي ترې راخوشې کړي دي.