تازه خبرونه
په ننګرهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو د یوه نوماند په غونډه کې ځانمرګی برید شوی
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیانی وایي، د دې ولایت په کامه ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د ټاکنو د یوه نوماند په غونډه کې ځانمرګی برید شوی.
شاهدان وايي؛ دفتر ته عام خلک د یوې غونډې لپاره راټول شوي وه او کله، چې خلک ډوډۍ خوړلو ته کېناستل چاودنه رامنځته شوه. د برید پرمهال خپله مومند په دفتر کې نه و.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي؛ په برید کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۴۲ ټپيان دي، چې د جلال آباد روغتون ته انتقال شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکترنجیب الله کاموال وايي، د پېښې له ځای څخه روغتون ته ۱۴ جسدونه اود ۴۰ په شاوخوا کې ټپيان راوړل شوي، چې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
هغه وايي، ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
قومي مشرانو د ملکي وګړیو پر غونډه دا برید غندلی او دا د انسانیت خلاف کار بولي.
عامو خلکو پر حکومت نیوکه کړې، چې ټاکنو ته یې له امنیتي پلوه هیڅ ډول زمینه نه ده برابره کړې .
د ویلو ده، چې ولسي جرګې ته د نوماندۍ له بهیر وروسته په ننګرهار کې تراوسه دوه مهم نوماندان په ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي. همدا راز دا د خپل ډول دوه یمه غونډه ده، چې د ځانمرګي برید موخه ګرځي. وروستی هغه یې د شینوارو اعتراضي ناسته وه، چې تر څیرمه یې ځانمرګي برید ۶۸ کسان ووژل او ۱۶۸ نور یې ټپیان کړل.
خبریال: رحمت الله زیارمل