تازه خبرونه
په هلمند کې ۲۵ وسلوال طالبان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
کورنیو چارو وزارت د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ۲۵ وسلوالو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکړی.
دغه وزارت د دوشنبې پر ورځ( د مرغومې ۱۰) په ډاګه کړې، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سیمه کې له پولیس سرتېرو سره نښته کړې ده.
دغه راز څرګندوي، چې د امنیتي ځواکونو په هوایي برید کې ۲۵ اړوند وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د جګړې په ډګر کې له طالبانو یو میل راکت انداز، یو کلاشینکوف، یو میل ام شپاړس او یو شمېر مهمات پاتې شوي دي.
ویل کیږي، چې په دې برید کې د سیمې خلکو او پولیس سرتېرو ته کوم زیان ندی اوښتی.
طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.