تازه خبرونه

په لوګر ولایت کې ۷۹۰ کیلو ګرامه ګرمه چرس ونیول شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د لوګر ولایت پولیسو څرګنده کړې، چې په دې ولایت کې پولیسو ۷۹۰ کیلو ګرامه ګرمه چرس کشف او دری تنه وسلوال ساتونکي یې ووژل شول.

د لوګر ولایت امنیه قومندان سمونوال رحم خدا مخلص تېره ورځ رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې یاد عملیات تېره شپه د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ اړوند په کافر دره سیمه کې ترسره شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پولیسو څه نا څه یو ساعت له دښمن سره په مخامخ نښته کې ښکېل شول، چې په پایله کې یې دری تنه وسلوال وژل شوي؛ یو دادسن موتر، چې د راوړلو امکانات یې نه و د پولیسو لخوا له منځه وړل شوی او وسوځول شو.

هغه زیاتوي؛۷۹۰ کیلو ګرامه چرس، چې په بوریو کې ځای پر ځای شوې وه د ولایت امنیه قومندانی ته ولیږدول شول.

د لوګر د پوليسو وياند څارمن شاهپور احمدزي وایي، چې یوازې دا عملیات بسنه نکوی؛ مونږ به ورته ځانګړي او ګډ پلانونه روان وساتو. هيڅ زور واکی، کاچاق کوونکی،غاصب او غلو ته به په لوګر ولایت کې وخت ورنکړو، چې قانون تر پښو لاندی کړي.

Trending

Exit mobile version