تازه خبرونه
په هېواد کې تولیدي چارې له ننګونو سره مخ دي-صنعتکاران
صنعتکارانو د دوشنبې پر ورځ( د غویی ۱۶) په دې اړه خپلې ستونزې ځینو مدني بنسټونو او رسنیو ته وړاندې کړي.
دوۍ وايي، چې ولسمشر تل په خپلو خبرو او بحثونو کې د کورني تولید او صنعت د پراختیا پر هڅو ټینګار کوي؛ خو په سکتوري وزارتونو کې داسې کسان شته، چې د صنعت او تولید پر وړاندي ستونزي رامنځته کوي.
د صنایعو او پانګونې شوراغړی عبد الرشید ناصري وایي، چې تو لید مو له ګڼو ننګونو سره مخ دی؛ حکومت باید په بیړه د دغې ستونزې د حل لپاره هڅې وکړي.
د صنایعو او پانګونې شوراغړی بشیر احمد مژده د کرنې او مالدارۍ وزارت ته ګوته نیسي او وایي، چې مونږ د چرګانو په سکتور کې لس ګونه میلیون دالر پانګونه کړې؛ خو د کرني او مالدارۍ وزارت مو حتا د ستونزو اوریدو لپاره چمتو ندی.
دوي ټینګار کړی، چې که ولسمشر مو د ستونزو د حل لپاره پام راونګرزوي؛ نو اړ یو، چې له هېواده خپله پانګه وباسو.
خبریال: اسلم حجاب