تازه خبرونه
په ننګرهار کې د سرې قطعې د ۳ قومندانو په ګډون ۳۰ طالب جنګیالي وژل شوي
شېرزاد د تېرو پېنځه میاشتو راپدیخوا د داعش، طالب او حکومت ترمنځ د جګړې توډ ډګر دی.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د دې ولایت شېرزاد ولسوالۍ د سرې قطعې پر یوه مهم جنګي مرکز شپني عملیات ترسره کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د امنیتي ځواکونو په شپني عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې د درې پاکستانیو قومندانانو په ګډون ۳۰ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
هغه دا هم ویلي، چې په دې مرکز کې د وسلوالو طالبانو پوځي تجهیزات ، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او د دوی یوه مخابروي دستګاه، چې دوی د ننګرهار په کچه ترې کار اخیسته هم ویجاړه شوې ده.
د شېرزاد استوګن د طالبانو د سرې قطعې پر جنګیالیو د حکومت عملیات تائيدوي او وايي په عملیاتو کې طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو شمېر یې هومره ندی، چې حکومتي سرچینې یې ښيي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دغو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د یوې بې پایلوته الوتکې په برید کې هم د شېرزادو د سرې قطعې یو طالب قومندان او اووه جنګیالي وژل شوي وه.
شېرزاد د ننګرهار یوه هغه ولسوالي ده، چې د ولسوالۍ له انګړ پرته پر نورو سیمو یې طالب جنګیالي واکمن دي. په دې وروستیو کې د یادې ولسوالۍ ځینې سیمې داعش جنګیالیو ونیولې. د طالبانو د سرې قطعې ډله د داعش له جنګیالیو سره د جګړې لپاره شېرزادو ته راغلې ده.
خبریال: رحمت الله زیارمل