پرمختګ او بشپړتیا
په هلمند کي د کېلې نیالګیو بریالۍ تجربه تر سره شوې
دا لومړی ځل دی، چي په هلمند کي د کېلې پر نیالګیو او یو شمېر بوټو څېړنې کیږي او پایلي یې هم مثبتي ثابتیږي.
کروندګر او بڼوال د هلمند هوا د کېلې لپاره مناسبه بولي او د کرنې ریاست له مسوولینو غواړي، چي نه یوازې دا، بلکې د نورو میوو او نویو کرنیزو محصولاتو د ترویج لپاره هم کار وکړي .
بڼوال سیدجمال د کېلې د نیالګي له اوسنۍ ودې ډېر خوښ او هیله من دي، چي په نږدې راتلونکي کي به ښې پایلې او حاصلات ولري.
د کېلې بڼوال جمع ګل د کرنې ریاست له مسوولینو غواړي، چي د کېلې په ګډون ګڼ نور نیالګي د دې ولایت تر بېلابېلو ولسوالیو ورسوي او بڼوالو ته یې وروپېژني.
په دې ولایت کي تازه پر شاوخوا ۹ ډوله نباتي ونو څېړنې ترسره شوي، چي لومړنۍ پایلي یې مثبتې او د کرنې ریاست مسوولین هم تمه لري، چي له ترویج سره به یې د کوکنارو د کرکېلي کچه راټیټه شي
د زراعتي چارو متخصص رفیع الله قلم د هلمند هوا د هر ډول نباتاتو لپاره مناسبه بولي، چي کرونده ګر کولی شي د کوکنارو پر ځای کېلو او نباتاتو ته مخه کړي، چي دغه کار به هم د دوی او هم د هېواد پر اقتصاد ښه اغېز رامنځته کړي .
د هلمند د کرني رییس انجنیر زلمی الکو هم وایي؛ د کېلې نیالګي یا ونې اوسنۍ وده د تمې خلاف ښه لور ته روانه ده، چي هیله ده ښه حاصلات به ولري .
د کرنې او مالداري وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي، چې د کېلې ترڅنګ د الویرا، ګني او امو پر بوټو او ونو هم د څېړني روانې دي، چي د هلمند هوا ورته ښه او مناسبه ده .
په هلمند کي له تېرو څه باندي شپږ میاشتو راپدیخوا پر شاوخوا ۹ ډوله نویو نباتاتو او ونو څېړنې ترسره شوي، چي لومړنۍ پایلې یې مثبتي او تمه ده، چي دغه لړۍ به د ولسوالیو تر کروند ګرو او بڼوالو هم ورسیږي .
خبریال: اسلم حجاب