تازه خبرونه
په ننګرهار کې چاودنې د واده د مراسمو ۲۰ ګډونوالو ته مرګ و ژوبله اړولې
په ننګرهارکې د جمعې پر ورځ ( د چنګاښ) د سهار نهه بجې د لاندې پچیر په سیمه کې یو ځانمرګي د ځايي پاڅونوالو د مشر ملک تور د وراره، د واده په مراسیمو کې ځانته چاودنه ورکړې ده.
د پچیراګام ولسوال حضرت خان خاکسار وايي، په پېښه کې ملک تور سره د دوه ځامنو او درې کلیوالو وژل شوی او ۱۴کسان ټپيان دي.
د پېښې ټپي ادم خان وايي، یوځوان، چې سپين څادریې اغوستی و؛ د واده مراسیمو ته راغی او د ملک تور تر څنګ کیناست.
د ننګرهار د سیمه ییز روغتون عمومي نوکریوال داکترخاموش احمدزی وايي، له ملک تور پرته نور د دې برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپیان ټول د جلال آباد مرکزي رواغتون ته رالیږدول شوي، چې د ځينو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
سیمه ییزو چارواکو او د بشري حقونو فعالانو دا برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي، چې د واده پر مراسیمو برید لوی جنایت دی.
په برید کې د واده زلمی بچ دی؛ خو د کورنۍ غړي یې قرباني شوي.
د یادونې ده، چې ملک تور دوه کاله وړاندې په پچیراګام کې د داعش پر ضد وسله راپورته کړه او داعش يې پخپله سیمه کې مات کړ.
طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي؛ خو د داعش جنګیالو ځينو سرچینو د برید مسوولیت منلی دی.
خبریال: رحمت الله زیارمل