تازه خبرونه
په لوګر کې هوایي برید ۱۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د لوګر د کوچیانو قومي مشر سالم نعیم زوی څرګنده کړې، چې د لوګر د برکي برک ولسوالۍ په دشت خاک سیمه کې تېره شپه بهرنیو ځواکونو د کوچیانو پر یوه کور هوایي برید کړی، چې له کبله يې د ماشومانو او ښځو په ګډون نهه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د بره کي برک ولسوال ویس عبدالرحیم زي آریانا نیوز ته ویلي، چې په دې پېښه کې اته کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د لوګر امنیه قومانداني د لوګر ولایت په دشت خاک سیمه کې هوایي برید مني او وایي؛ له څېړنو وروستو به معلومه شي، چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او که طالبان دي.
بهرنیو ځواکونو تر دې دمه د یاد برید په اړه څه ندي ویلي.
څو ورځې مخکې هم هوایي ځواکونو د پل علم په کمال خېل سیمه کې بریدونه کړي ول، چې په کې د یو شمېر طالبانو په ګډون پېنځه عام وګړي وژل شوي دي.