تازه خبرونه
په پېښور کې د حکمتیار ځانګړی سکرتر وژل شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د حزب اسلامي د مشر گلبدين حکمتيار سکرتر او د مشر زوى سخر نن سهار په پېښور ښار کې وژل شوی دی.
د حزب اسلامي وياند قريب الرحمن سعيد پېښه منلې او خبر ورکوي، چې نن سهار د پاکستان د پېښور ښار د تاج آباد په اړوند سيمه کې د حکمتيار ځانگړی سکرتر حاجي فريد، چې د کندوز ولايت اوسیدونکى او د هغه د مشر زوى صلاح الدين حکمتیار سخر هم دی؛ د سهار له لمانځه وروسته، چې کور ته پر لاره و، د ناپېژانده وسلوالو په بريد کې وژل شوى دى.
نوموړى زیاتوي، چې حاجي فريد څو ورځې مخکې له کابله بېرته د پېښور کور ته تللى و.
ښاغلی سعيد زیاتوي، چې هغه له چا سره شخصي دښمني نه درلوده او وژنه یې سياسي اړخ لري.
د حزب اسلامي وياند د نوموړي وژنه غندلې او له پاکستان څخه يې وغوښتل، چې د ټولو افغان کډوالو او په ځانګړي توګه د حزب اسلامي د غړیو امنيت خوندي کړي.