تازه خبرونه

په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸۲۸ ته پورته شوی

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۱, ۱۳۹۹

د عامې روغتیا وزارت له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۱۲۵ تازه مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار څرګنده کړې، چې له ۱۲۵ تازه ثبت شویو پېښو سره په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۸۲۸ ته پورته شوی دی.

د ۱۷ ولایتونو په تازه ثبت شویو پېښو کې ۲۱ د هرات ۱۵ د  کابل، ۱۵ د کندهار، ۱۰ د بلخ، ۹ د لوګر، ۸  د جوزجان، ۷ د پنجشیر، ۷ د لغمان، ۷ پکتیا، ۶ د غزني،  ۶ د تخار،  ۵ د ننګرهار، ۲ د وردک، ۲ کونړ، ۲ د هلمند، یوه د بادغیس، یوه د کاپیسا او یوه هم د بدخشان ولایتونو ثبت شوې مثبتې پېښې دي.

مایار زیاته کړې، چې په ټول هېواد کې له کرونا ویروسه ۵۸ کسان مړه شوي؛ خو ۲۲۸ ترې رغیدلي هم دي.

تر دې دمه په ټول هېواد کې ۹ زره شکمنې پېښې کتل شوي، چې کابل د ۴۹۴ مثبتو پېښو په لرلو د ولایتي نوملړ په سر کې دی، هرات د ۴۴۵ مثبتو پېښو په لرلو سره دوه یم او کندهار۲۳۹ درېیم ځای لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په نړۍ کې له ۳ میلیون ډېر کسان پر کرونا ویروس اخته دي.

 

Trending

Exit mobile version