تازه خبرونه
په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸۲۸ ته پورته شوی
د عامې روغتیا وزارت له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۱۲۵ تازه مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار څرګنده کړې، چې له ۱۲۵ تازه ثبت شویو پېښو سره په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۸۲۸ ته پورته شوی دی.
د ۱۷ ولایتونو په تازه ثبت شویو پېښو کې ۲۱ د هرات ۱۵ د کابل، ۱۵ د کندهار، ۱۰ د بلخ، ۹ د لوګر، ۸ د جوزجان، ۷ د پنجشیر، ۷ د لغمان، ۷ پکتیا، ۶ د غزني، ۶ د تخار، ۵ د ننګرهار، ۲ د وردک، ۲ کونړ، ۲ د هلمند، یوه د بادغیس، یوه د کاپیسا او یوه هم د بدخشان ولایتونو ثبت شوې مثبتې پېښې دي.
مایار زیاته کړې، چې په ټول هېواد کې له کرونا ویروسه ۵۸ کسان مړه شوي؛ خو ۲۲۸ ترې رغیدلي هم دي.
تر دې دمه په ټول هېواد کې ۹ زره شکمنې پېښې کتل شوي، چې کابل د ۴۹۴ مثبتو پېښو په لرلو د ولایتي نوملړ په سر کې دی، هرات د ۴۴۵ مثبتو پېښو په لرلو سره دوه یم او کندهار۲۳۹ درېیم ځای لري.
دا په داسې حال کې ده، چې په نړۍ کې له ۳ میلیون ډېر کسان پر کرونا ویروس اخته دي.
تازه خبرونه
په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
۴۰ کلن نجیبالله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړهراکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
-
سوداگري4 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
نړۍ5 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
تازه خبرونه3 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه

