Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د داعش په وړاندې قومي تړه شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار د خوږیاڼيو ولسوالیو اوسیدونکیو د داعش پر ضد قومي پرېکړه کړې او زرګونه ځوانان یې داعش سره جګړې ته  تیار کړي؛ خو په دې شرط، چې حکومت یې لیکې بمبارد نه کړي.

د قوم  تړون مشر فضل کریم  وایي، په ننګرهار کې د حکومت د یوې وسلوالې مخالیفې ډلې پر ضد د شېرزادو، پچیراګام، خوږیاڼيو او حصارک ولسوالیو اوسیدونکیو، چې تر ډېره په کې خوږیاڼی قام میشت دی؛ د داعش پر ضد یې قومي تړون پیل کړ.

د نوموړي په وینا؛ د دغو قومونو دغه پراخه ناسته د قبایلو د ریاست په انګړ کې جوړه شوې شوي او د داعش د مخنیوي پر لارو چارو غور کوي.

په دې ناسته کې د یادو ولسوالیو ځينې استازي هم حاضروه.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی جاویدزمان وویل؛ یوشمېرمسوولین د شخصي موخو لپاره د قومونو ترمنځ نفاق اچوي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه قومونه د حکومت له مرستې پرته هم  کولی شي داعش مات کړي؛ خو په وینا یې ځينې مسوولین په لوی لاس د دې کار مخنیوی کوي.

د خوږیاڼیو د سراسري شورا مشر محمدامان خیري په ډاګه کړې؛ قام یې  د داعش پرضد قومي تړون کړی، خو په ځينو سیمو کې حکومت د داعش پر ځای خلک بمبارد وي.

دی زیاتوي، حکومت په تېره یوه نیمه لیسزه کې خوږیاڼي هیر کړي.

دوی د ټول ننګرهار له قومونو سره د یووالي او همغږۍ غږ هم پورته کړ.

د ولایت  مرستیال محمدعالم اسحاقزی تائیدوي، چې د خوږیاڼيو څلور ولسوالیو اوسیدونکیو د داعش پرضد قومي تړون کړی.

دی وايي، دا د حکومت او ولس په ګټه دی د یاد قام سره به هرډول مرستې وکړي.

دې کسانو له داعش سره د مبارزې په بهانه د شخصي ملیشه سازۍ غندنه وکړه او زیاته یې کړه، چې له هرډول امتیازتو پرته د خپلو سیمو او په ټوله کې د ننګرهار د دفاع لپاره پورته شوي او له خپلو امکاناتو کار اخلي.

Advertisement

تازه خبرونه

بیجینګ دې له کابل سره د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي – اسلام‌آباد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال ويلي، اسلام‌آباد له بیجینګ غواړي، چې له کابل سره د تروریزم پر موضوع خبرې وکړي.

احسان اقبال له امریکا غږ سره په مرکه کې، چې نن یکشنبه (د غویی دېرشمه) خپره شوې؛ ویلي، پاکستان په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري، چې له دغه هېواده بهر ترهګریز فعالیتونه کوي.

هغه زیاته کړې: هغه ترهګر، چې د چینايي کارګرانو پر وړاندې یې وروستۍ پېښه کړې هم له افغانستان راغلي؛ نو زما په اند دا د اندېښنې وړ دي. مونږ هیله لرو، چې چین به هم افغانستان قانع کړي؛ ځکه افغانان هم په سیمه کې د چین واکمنۍ ته غوږ نیسي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي؛ په افغانستان کې د کړکېچ له کبله پاکستان ندی توانېدلی، چې په خپلو بېخبناوو کې پانګونه وکړي.

هغه افغانستان ته په نغوته کې ویلي، چې پاکستان له چین سره هوکړه کړې، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې درېیم هېواد هم شامل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت د پاکستانيو چارواکو اړوند امنیتي تورونه رد کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل 

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.

 د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولت‌آباد ولسوالیو کې راوتلي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.

ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي. 

Continue Reading

تازه خبرونه

له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.

د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.

دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.

د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې له‌خوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.

په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!