تازه خبرونه
په ننګرهار کې د داعش په وړاندې قومي تړه شوې
د ننګرهار د خوږیاڼيو ولسوالیو اوسیدونکیو د داعش پر ضد قومي پرېکړه کړې او زرګونه ځوانان یې داعش سره جګړې ته تیار کړي؛ خو په دې شرط، چې حکومت یې لیکې بمبارد نه کړي.
د قوم تړون مشر فضل کریم وایي، په ننګرهار کې د حکومت د یوې وسلوالې مخالیفې ډلې پر ضد د شېرزادو، پچیراګام، خوږیاڼيو او حصارک ولسوالیو اوسیدونکیو، چې تر ډېره په کې خوږیاڼی قام میشت دی؛ د داعش پر ضد یې قومي تړون پیل کړ.
د نوموړي په وینا؛ د دغو قومونو دغه پراخه ناسته د قبایلو د ریاست په انګړ کې جوړه شوې شوي او د داعش د مخنیوي پر لارو چارو غور کوي.
په دې ناسته کې د یادو ولسوالیو ځينې استازي هم حاضروه.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی جاویدزمان وویل؛ یوشمېرمسوولین د شخصي موخو لپاره د قومونو ترمنځ نفاق اچوي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه قومونه د حکومت له مرستې پرته هم کولی شي داعش مات کړي؛ خو په وینا یې ځينې مسوولین په لوی لاس د دې کار مخنیوی کوي.
د خوږیاڼیو د سراسري شورا مشر محمدامان خیري په ډاګه کړې؛ قام یې د داعش پرضد قومي تړون کړی، خو په ځينو سیمو کې حکومت د داعش پر ځای خلک بمبارد وي.
دی زیاتوي، حکومت په تېره یوه نیمه لیسزه کې خوږیاڼي هیر کړي.
دوی د ټول ننګرهار له قومونو سره د یووالي او همغږۍ غږ هم پورته کړ.
د ولایت مرستیال محمدعالم اسحاقزی تائیدوي، چې د خوږیاڼيو څلور ولسوالیو اوسیدونکیو د داعش پرضد قومي تړون کړی.
دی وايي، دا د حکومت او ولس په ګټه دی د یاد قام سره به هرډول مرستې وکړي.
دې کسانو له داعش سره د مبارزې په بهانه د شخصي ملیشه سازۍ غندنه وکړه او زیاته یې کړه، چې له هرډول امتیازتو پرته د خپلو سیمو او په ټوله کې د ننګرهار د دفاع لپاره پورته شوي او له خپلو امکاناتو کار اخلي.