بی بی سی پښتو

کورونا وېروس: د هرات والي وایي، د “قبرونو په کیندلو” بوخت دی

Published

on

BBC
د هرات والي له خلکو غوښتي چې محدودیتونه جدي وګڼي

د هرات والي سید وحید قتالي نن د چارشنبې په یوه خبري غونډه کې په دې ولایت کې د کورونا وېروس په اړه وېروونکی خبرداری ورکړ او ویې ویل که څوک قرنطین جدي ونه ګڼي نو پایلې به یې ښې نه وي.

د سید وحید قتالي په خبره، وضعیت هېڅ نورمال نه دی او ښايي د کورونا وېروس د اخته کېدونکو شمېر زیات شي.

“په ښکاره وایم چې زه په هرات کې د قبرونو په کېندولو بوخت یم، که مو روحیه کمزورې کېږي، زه په دې ولایت کې دښتې هدیرو ته چمتو کوم، هیله من یم چې داسې ورځ ونه وینو.”

د هرات والي همدرانګه وویل سر له پنجشنبې یوازې هغو موټرو ته د چلېدو اجازه ورکوي چې د خلکو اړتیاوې پوره کوي:

“که مې اراده ازمايئ نو سهار به سره ګورو، سبا زه له ښاره لوی موټر لېرې کوم. که د چا اړتیا وي هغوی ته ضرور رسیدګي کیږي ځکه طبي امکانات لرو. که همکاري وکړئ ښايي ژر د روغې سټې جشن جوړ کړو.”

په هرات کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

بلخوا په سویلي ولایت کندهار کې د کورونا ویرس د مخنیوي په خاطر سر له ننه په دغه ښار کې تر نامعلوم وخت د ورځې ګرځبندیز اعلان شو. خو چارواکي وايي، د شپې له خوا خلک اړین توکي له ښاره پېرلی شي.

BBC
کندهار ولایت کې هم د کورونا پېښې په ډېرېدو دي

ځايي چارواکي وروسته له هغه دغه ګام اخلي، چې دغه ولایت کې د کورونا ۹۰ مثتبې پېښې ثبت شوې، چې یوازې تېرو دریو ورځو کې ۴۶ دي.

له دې سره هم مهاله د کندهار د روغتیا ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په لابراتوار کې د کورونا ویرس د معایناتو اړین توکي خلاص شوي دي.

د کندهار والي حیات الله حیات د نوي ګرځبندیز په اړه وايي له دغه ګرځبندیز روغتونونه، نانوایاني او یو شمېر دولتي ادارې مستثنا دي.

تر هرات او کابل را وروسته کندهار درېیم ولایت دی، چې د کورونا ډېرې مثبتې پېښې پکې ثبت دي.

د دې ولایت روغتیاپال وایي، دغه ولایت کې خلک په کورونا اخته کېدل د ځان لپاره شرم ګڼي، ځکه نو ډېری کسان نه حاضریږي چې خپله معاینه وکړي.

د ودونو او محفلونو جوړول، مېلو ته تلل هغه لاملونه دي، چې د روغتیاپالو په خبره دغه ښار کې یې د کورونا د پیښو د زیاتېدو ویره ډېره کړې ده .

بل خوا د کندهار د روغتیا مشر ډاکټر محمد نادر نادري وایي، په دغه ولایت کې د کورونا وېروس د معایناتو په لابراتوار کې اړین توکي او کیټونه خلاص شوي دي.

دغه لابراتوار د زون په کچه دی او د کندهار له ګاونډیو زابل، هلمند، روزګان او نیمروز ولایتونو هم د کورونا وېروس شکمنې پېښې په دغه لابراتوار کې معاینه کېږي.

یوه اوونۍ وړاندې دغه لابراتوار په کار پیل وکړ.

نن د چارشنبې په ورځ( د اپرېل ۱۵) د افغانستان روغتیا وزارت وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۷۰ مثبتې پېښې شوې دي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، له ۷۰ مثبتو پېښو په کابل کې ۳۱، هرات کې ۲۲، کندهار او غزني کې درې درې، وردګ، کونړ ،ننګرهار او نیمروز کې دوه دوه پېښې، په فاریاب، روزګان او بغلان کې بیا یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

د نوموړي په ټکو تازه پېښو سره په ټول هېواد کې د دې وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۸۴ ته ورسېد.

Trending

Exit mobile version