تازه خبرونه

چین په افغانستان کې له امریکا سره د ګډ کار غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ هېواد یې چمتو دی، چې له امریکا سره د افغانستان په اړه اړیکې او همغږي وغزوي او په سیمه کې د سولې راوستو لپاره د ګډو هڅو پر پراختیا ټینګار وکړي.

د افغانستان او سویلي آسیا په اړه د امریکا په نوې تګلاره کې پاکستان ښه ټکول شوی؛ خو چین، چې د سیمې یو ځواکمن هېواد دی وایي؛ پاکستان د افغانستان په مساله کې ښه رول لوبولی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هوا چون- ینگ وایي، مونږ باید د افغانستان په مساله کې د پاکستان فوق العاده رول یاد کړو او د هغه هېواد ملي حاکمیت او مشروع غوښتنې باید په پام کې ونیول شي.

په داسې حال کې، چې امریکا یو ځل بیا له پاکستان غواړي له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپله تګلاره بدله کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن ویلي؛ امریکا او پاکستان په تېرو کې ښې اړیکې درلودې، خو وروستیو کلونو کې زمونږ د دولتونو تر منځ باور سخت زیان لیدلی دی. مونږ وینو، چې ترهګرې ډلې په پاکستان کې پټنځایونه لري او دغه ترهګر د امریکایي سرتېرو، امریکایی چارواکو او د افغانستان د سولې بهیر د ګډوډولو په برخو کې پلانونه جوړوي او کار کوي.

د پاکستان چارواکي بیا خپل هېواد د ترهګرۍ قرباني ګڼي او وایي، امریکا باید د افغانستان جګړه په پاکستان کې تعقیب نه کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال په ډاګه کړې، چې هیڅ هېواد په نړۍ کې د پاکستان په اندازه هڅه نه ده کړې، چې ترهګر  له منځه یوسي او نه یې هم په دې لار کې دومره قرباني ورکړې ده؛ نو مونږ هم دا نظر، چې وایي پاکستان ترهګرو ته پناه ورکړې ردوو؛ ځکه مونږ خپله د ترهګرۍ ستر قربانيان یو.

د امریکا په نوې تګلاره کې، چې تېره سې شنبه اعلان شوه، په کې د پاکستان پر رول نیوکې شوي او هند ستایل شوی او ترې غوښتل شوي، چې د افغانستان په مساله کې دې پراخ رول ولوبوي؛ خو په تګلاره کې د چین او روسیې په اړه څه نه دي ویل شوي.

Trending

Exit mobile version