پرمختګ او بشپړتیا
ځوان فرهنګي عادل خپل واده د ۵۰۰۰ افغانیو پر لګښت تر سره کړ
د پکتیا ولایت ټولنیز او فرهنګي مبارز خان ولي عادل څرګنده کړې، چې د ناوړه عرف او نا منلیو دودونو د ماتولو په موخه یې د خپل نوي ژوند د پیل جشن تر سره کړ.
ښاغلي عادل زیاته کړې، چې زما د دغه کار له کبله مې وروڼو او د کورنۍ نورو غړیو راسره اړیکې پرې کړي او دا فرهنګ یې خوښ نکړ.
د ښاغلي خان ولي عادل خپلوانو او ملګرو، چې د دغه جشن په جوړولو کې یې له نوموړي لاسنیوی کړی وایي؛ لدې کار سره هغه د واده لوړ لګښت ته، چې نن مو په هېواد کې دود شوی؛ نه وویل او په دې اړه یې ناوړه دودونه مات کړل.
د افغانستان ډېري ځوانان د واده له لوړ لګښت او په دې اړه د ناروا دودونو د تر سره کولو وس نلري؛ له همدې کبله له واده کولو ډډه کوي او د زړښت پر لوري ناهیلي ګامونه پورته کوي.