تازه خبرونه
ولسي جرګې د ریاست جنجالي رایې ته د بیا رای اچونې پرېکړه وکړه
د ولسي جرګې د ریاست له لانجمنو ټاکنو کابو یوه میاشت تېریږي؛ خو اوس د جرګې غړي وايي، چې زیاترو غړیو پرېکړه کړې، چې د یوې لانجمنې رایې په اړه به بیا د جرګې غړي رایې اچوي.
د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي وايي؛ د جرګې غړي له یوې میاشتې لانجې وروسته چمتو دي، چې دا ځل د جرګې پرېکړه ومني.
د ولسي جرګې غړی سید عظیم کبرزاني وايي، چې د لانجمنې رایې په اړه علني او یا سري پرېکړه د غړیو پر دوه ثلثه رایو د منلو وړ ده، چې لدې کار سره به د جرګې لانجه هم پای ومومي.
د ولسي جرګې غړی عبدالرحمن وردګ وايي؛ د جرګې ناندرې د هېواد زیانونوي او هر څومره ژر، چې وي باید پای ته ورسیږي.
د ولسي جرګې غړی عرفان الله عرفان وایي، چې د ولسي جرګې ټول غړي د یوې رایې لپاره، باطله ده او که نا باطله پر دوه ثلثه رایو پرېکړه کوو.
و به لیدل شي، چې د جرګې غړي به د یوې لانجمنې رایې په اړه څه ډول پرېکړه وکړي، چې د ملت کور له راپورته شوي جنجاله وژغورل شي.