تازه خبرونه
۹۵ اعشاریه ۸ په سلو کې ښځې د طالبانو له واکمنیدو سره مخالفې دي- څېړنه
د یاد کمیسیون تازه څېړنه( په سوله او امنیت کې د ښځو ونډه) ښیي، چې له پېنځه زره څخه د ډېرو پوښتل شویو میرمنو؛ پېنځه نوي په سلو کې د طالبانو د اسلامي امارت له واکمنیدو سره مخالفت ښودلی دی.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې، چې یوازې څلور اعشاریه دوه په سلو کې میرمنې د سولې له هوکړې وروسته د اسلامي امارت له واکمنیدو سره موافقه لري او پېنځه نوي اعشاریه اته په سلو کې د دموکراتیک نظام د دوام غوښتونکې دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ رييسه سیما سمر ویلي؛ د څېړنې یوه ښه لاسته راوړنه داده، چې ۹۵ اعشاریه ۴ په سلو کې ښځو اوسنی نظام او دیموکراسي غوښتې ده.
د څېړنې پایلې ښيي، چې افغان میرمنو د سولې په خبرو کې د ښځو او اساسي حقونو په اړه له بحث سره مخالفت ښودلی دی. د سولې په خبرو کې د جګړې قربانیانو ته جدي پاملرنه، د لږکیو د حقونو او اتلس کلونو پرمختګونو خوندیتوب هم د څېړنې د ټينګار وړ ټکي دي.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ تر هغې، چې د خلکو آزادي محکومه او له بشري حقونو سرغړونه روانه وي؛ سوله په افغانستان کې ناشونې ده.
یو شمېر هغو میرمنو، چې له طالب استازیو سره د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې هم ګډون کړی؛ د طالبانو له راتګ او د دوی په وینا د سختو او ځیږو قوانینو د پلي کیدو په اړه وار له مخه اندېښنه ښودلې ده.
د ښځو د حقونو فعاله ثریا صبحرنګ اندېښنه شيي او وایي؛ نه، چې پرهېوادنیو حقونو او آزادیو معامله ونشي، چې د اساسي قانون دوه یم فصل دی.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب استازیو سره د افغانانو د خپلمنځي غونډې په خپره شوې اعلامیه کې هوکړه شوی، چې په افغانستان کې به ښځې د اسلامي شریعت له اصولو سره سمې له حقونو برخمنې وي او حقونو ته به یې درناوی کیږي.
خبریال: باعث حیات