تازه خبرونه
لویې څارنوالۍ د کرام الدین کریم د نیولو حکم کړی
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي؛ د افغانستان د نجونو د فوتبال د ځينو غړیو د جنسي ځورونو څېړنې یې په تېرو شپږ میاشتو کې بشپړې کړي، چې په کې د افغانستان د فوتبال فدراسیون د پخواني ريیس کرام الدین کریم د نیولو حکم هم صادر شی دی.
د فوټبال نړیوال فدراسیون هم کرام الدین کریم د تل لپاره د فوتبال په ډګر کې له هڅو بې برخې کړی او هغه اړ دی، چې یو میلیون سویسي فرانکه جریمه هم ورکړي. پر کریم تور دی، چې د افغانستان د نوجونو د فوتبال لوبډلې ځينې غړې یې په جنسي توګه ځورولي دي.
په کابل کې د امریکا سفیر د فوتبال فدراسیون د پخواني مشر کرام الدین کریم په اړه د فیفا پرېکړه ستایلې او وایي، چې فیفا تېره ورځ نوموړی د یو شمېر ښځینه فوتبال لوبغاړیو د جنسي ځورونې پر تور له دندې بې برخې کړې دی.
د امریکا سفیر په خپل یوه تویت کې له افغان حکومت غوښتي، چې د نوموړي د قضیې په اړه باید څېړنه بشپړه شي. د نوموړي په باور له ښځو باید نه یوازې ملاتړ وشي، بلکې له تبعیض او بدلمنۍ پاکه ډاډمنه کاري زمینه ورته هم برابره شي.
د افغانستان د فوتبال فدراسیون د نشراتو مسوول شفیع شاداب وايي، چې د فوتبال فدراسیون لپاره ټاکنې د نجونو د جنسي ځورولو د قضیې تر روښانه کیدو پورې ځنډول شوې دي.
د افغانستان د نجونو د فوتبال له ځینو غړیو سره د دغه فدراسیون د ځينو پخوانیو چارواکو د جنسي تاوتریخوالي راپور شپږ میاشتې مخکې د فوتبال لوبډلې د پخوانۍ غړې خالدې پوپل زۍ لخوا ورکړ شو. د دغه راپور له خپریدو سره سم د افغانستان لویې څارنوالۍ د کرام الدین کریم او د فوتبال فدراسیون د څلور نورو غړیو دندې وځنډولې.