تازه خبرونه

ملي امنیت په کابل کې د انسان تښتوونکیو ۶ کسیزه ډله نیولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ریاست ځانګړیو ځواکونو د کابل له ۱۲ ناحیې څخه د سړي تښتوونکیو د ۶ کسیزې ډلې له نیولو خبر ورکړی دی.

د سړي تښتوونکیو دغې ډلې د ظفرخان د زوی محمد یار په مشرۍ د کابل ښار له دولسمې ناحیې څخه د طوطي خان لس کلن ماشوم تښتولی او بیا یې وژلی دی.

د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ دغو نیول شويو کسانو هر یو محمد یار د ظفرخان، راحت ګل(فرهاد لغمانی) د محمدآګل، صفت الله د شفیق الله، رفیع الله د سید حسین، احمدالله د محمد قاسم او سید حسین د زړورخان زامنو خپل جرمونه منلي دي.  

دغه راز دغو ځواکونو د کابل ښار له پېنځمې ناحیې څخه دوه کسان حبیب الله د رستم خان زوی او احمد ضیا د محمدآجان زوی هم د انسان تښتونکیو د جرم پر تور نیولي او یو کس یې ترې راخوشې کړی دی.  

د ملي امنیت د څرګندونو له مخې؛ دغو کسانو له نهمې ناحیې څخه د شهزاده سرای د صرافانو منشي ګل احمد د محمدکریم زوی د پروان ولایت جبل سراج ولسوالۍ ته تښتولی او ساتلی و.  دوی د نوموړي له کورنۍ څخه د هغه د خوشې کیدو په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې وه؛ خو امنیتي ځواکونو د پیسو له اخیستو مخکې ونیول او تښتول شوی صراف یې کورنۍ ته وروسپاره.

د یادونې ده، چې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې وروستیو کې یو لړ داسې هڅې تر سره کړي، چې ورسره په کابل ښار کې د جرمونو کچه تر ډېره راټیټه شوې ده.

Trending

Exit mobile version