تازه خبرونه
ملي امنیت په هلمند کې ۶ وسلوال طالبان نیولي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د حاجي امان الله( شبیر) پر مرکز برید کړی او د نوموړي له تخنیکي ورکشاپ څخه یې ۶ وسلوال طالبان نیولي دي.
شبیر نومی نه یوازې د تخنیکي وسایلو د جوړولو د ورکشاپ مسوول دی، بلکې په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو د تجهیز او تمویل مسوولیت هم لري.
په دې عمیلاتو کې ۶ تخنیکي وسلوال طالبان، یو کرولا ډوله موتر، یو موترسایکل، درې انتن لرونکې مخابرې، ۲۰ بېلابېل سیمکارتونه، ۲۰۰ متره رابیتر مزی، یو لپ تاپ کمپیوتر، ۵ وایرلس، درې د انترنت دستګاوې او ۳ ګرځند سیتونه امنیتي ځواکونو تر لاسه کړي دي.