تازه خبرونه
ملي امنیت د هند د وچې لپاره د القاعدې د مشر وژنه تائید کړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ملي امنیت عمومي ریاست د سې شنبې پر ورځ( د تلې ۱۶) څرګنده کړې، چې د القاعدې دغه پاکستانی غړی(عاصم عمر) د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د تلې پر لومړۍ ورځ وژل شوی دی.
د یاد ریاست د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې نه یوازې عاصم عمر وژل شوی، بلکې د ده او ایمن الظواهري تر منځ د اړیکو مسوول( ابو ریحان) هم وژل شوی او د دې ډلې څو پاکستانیاني ملګري نیول شوي دي.
طالبانو او په افغانستان کې امریکایي ځواکونو تر دې دمه د دې راپور په اړه څه ندي ویلي .