تازه خبرونه

ملي امنیت په کابل کې د داعشیانو یوه ډله نیولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۶) په کابل ښار کې د داعش د جلب او جذب  او رهبرۍ د یوې ډلې له نیږلو خبر ورکوي.  

نیول شوې ډله هر یو د کابل پوهنتون استاد او د جلب و جذب مسوول مبشر مسلمیار د عبدالحلیم، احمد طارق او د کابل پوهنتون فارغ احمد فاروق د جنت ګل زامنو اعتراف کړی، چې د ظاهر داعي،  محمد معروف راسخ، مبشر مسلمیار او ابو عبدیدالله متوکل لخوا داعش ته جلب او جذب شوي دي.

دوی زیاته کړې، چې لومړی ځوانان او زدکړیالان سلفیت ته او بیا داعش ډلې ته جذبیدل.

له نیول شویو کسانو څخه یو کس، چې درې کاله مخکې جذب او ننګرهار ولایت ته لیږل شوی و؛ څرګندوي، چې د مبشر مسلمیار، ظاهر داعي، معروف راسخ او ابو عبیدالله متوکل لخوا ډېر زدکوونکي دغه ولایت ته لیږل شوي او له داعش جنګیالیو سره یو ځای شوي دي.  

احمدطارق او احمدفاروق د جنت ګل زامنو د اداري اصلاحاتو کمیسیون پر کارکوونکیو، میوند وذزشي کلپ، یکه توت او کابل هوایي ډګر په بریدونو کې لاس درلود.

ابو عبیدالله متوکل نومی د جلب او جذب مسوول پخوا نیول شوی و.

Trending

Exit mobile version