Latest News
د افغانستان د ملي امنیت لوی رییس له دندې ګوښه شو
محمد معصوم ستانکزي د حامد کرزي په دوره کې د سولې عالي شورا د دارالانشا ریاست هم پر غاړه درلود؛ خو د ملي وحدت په حکومت کې لومړی د ملي دفاع وزارت سرپرست وټاکل شو، چې ونه توانیده، چې د ولسي جرګې لخوا د تائید رای تر لاسه کړي.
وروسته د غني په حکومت کې د ۱۳۹۵ کال د غویي پر شپاړسمه د ملي امنیت د چارسمبالي(سرپرست) په توګه وټاکل شو او له ولسي جرګه کې یې د تائید رایې واخیستې، چې تر اوسه یې په دې څوکۍ کې دنده تر سره کوله؛ خو اوس یې ولسمشر غني د استعفا خبره کوي، چې په وینا یې ده هم د ستانکزي دا پرېکړه منلې ده.
ولسمشر یوې امنیتي ناستې ته په خبرو کې د ننګرهار پېښه یادوي، چې په خبره یې لومړۍ نه ده او دې ته ورته نورې پېښې په خوږیاڼیو او دا راز کونړ او پکتیا کې هم تر سره شوې دي.
ولسمشر زیاته کړې؛ لویې څارنوالۍ ته یې سپارښتنه کړې، چې د ننګرهار پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي، چې د ده په خبره عدالت تامین شي.
ولسمشر په دې امنیتي ناسته کې پر کابل د طالبانو لخوا تر سره شوی موتر بم چاودنه وغندله او څرګندوي، چې دی ولس ته تل د سولې پیغام رسوي؛ خو په خبره یې طالبان تل د جګړې له لارې غواړي خپلې موخې وڅاري.
د یادونې ده، چې محمد معصوم ستانکزی د اشرف غني د ولسمشرۍ په لومړیو کې هغه مهال، چې رحمت الله نبیل له دې څوکۍ استعفا ورکړه؛ د ملي امنیت د لوی رییس په توګه دنده پیل کړه.