لوبی

آباسین ډیفنډرز کابل زلمي ته آسانه ماتې ورکړه

کابل زلمي په ۷.۲آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۶۳ منډې وکړې او آباسین ډیفنډرز ته یې د ۶۴ منډو هدف وټاکه.

Published

on

 

د شنبې پر ورځ (د زمري اووه‌لسمه) په ایوبي کرکټ لوبغالي کې آباسین ډیفنډرز د کابل غوره لیګ په دوه‌یمه لوبه کې کابل زلمي ته آسانه ماتې ورکړه.

کابل زلمي پچه وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه؛ خو د آباسین ډفنډرز توپ اچوونکو پرله‌پسې ویکټې واخیستې او د دوی منډې جوړولو بهیر یې ګډوډ کړ.

کابل زلمي په ۷.۲آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۶۳ منډې وکړې او آباسین ډیفنډرز ته یې د ۶۴ منډو هدف وټاکه.

صدیق‌الله پاچا د آباسین ډیفېنډرز لپاره غوره وځلېد او د خپلې بریالۍ توپ‌اچونې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

آباسین ډیفینډرز ټاکل شوی هدف آسانه پوره کړ او له دې سره یې د کابل غوره لیګ په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه بریالۍ پیل کړه.

له دې لوبې مخکې د سیالیو په لومړۍ لوبه کې پامیر سټارز شمشاد ایګلز ته د ۱۱۶ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.

کابل ۲۰۲۶ غوره لیګ شپږ لوبډلې؛ پامیر سټارز، شمشاد ایګلز، کابل زلمي، سپین غر وریرز، آباسین ډیفنډرز او بند امیر لري.

د لیګ ټولې لوبې په آریانا ټلوېزیون کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرېږي، چې د افغانستان کرکټ مینه‌وال یې کتلی شي.

 

 

Trending

Exit mobile version