سیمه ییز خبرونه

د ریاض هوايي ډګر ته څېرمه اور او لوګي؛ حوثیانو پر سعودي پلازمېنې له برید خبر ورکړ

دغه ادعا څو ساعته وروسته له هغې وړاندې شوه، چې د ریاض اصلي هوايي ډګر ته څېرمه د اور لمبې او لوګي ولیدل شول.

Published

on

د یمن حوثیانو د شنبې پر ورځ اعلان کړی، چې د راکټونو او بې‌پیلوټه الوتکو پر مټ یې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې څو «حساسې موخې» پر نښه کړې دي.

دغه ادعا څو ساعته وروسته له هغې وړاندې شوه، چې د ریاض اصلي هوايي ډګر ته څېرمه د اور لمبې او لوګي ولیدل شول.

سعودي عربستان هم د شپې پر مهال د ریاض اوسېدونکو ته د احتمالي هوايي بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.

د رویټرز له‌خوا خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري، چې په سیمه کې تور لوګي آسمان ته پورته شوی دی. په دغو انځورونو کې د هوايي ډګر لویه لاره، د ترمینل اصلي ودانۍ او څو نور تاسیسات لیدل کېږي. د ویډیو په یوه برخه کې هم د هغو زېرمو تر شا د اور لمبې لیدل کېږي، چې داسې ښکاري د تېلو زېرمې دي.

حوثیانو، چې له جولای راپدېخوا یې پر سعودي عربستان څو بریدونه کړي؛ دا نه دي ویلي، چې په ریاض کې یې کومې موخې پر نښه کړې دي. دا ادعا د نوي پیل شوي کړکېچ له پیل راپدېخوا پر سعودي پلازمېنه د دغې ډلې لومړی راپور شوي برید ګڼل شوی دی.

حوثیانو همداراز ویلي، چې د سرې بحیرې په ساحل ینبع ښار کې یې د سعودي د ارامکو تېلو شرکت تاسیسات پر نښه کړي دي. ینبع د سعودي عربستان د تېلو له مهمو صادراتي مرکزونو څخه دی.

دغې ډلې ویلي، چې بریدونه یې د یمن پر پلازمېنه صنعا د شوي برید په غبرګون کې کړي دي.

د سعودي پر مشرۍ پوځي ائتلاف، چې له حوثیانو سره جګړه کوي ویلي؛ د شنبې سهار د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټم ریاض ته توغول شوی راکټ شنډ او له منځه وړی دی.

دغه ائتلاف همداراز ویلي؛ هغه بریدونه یې شنډ کړي، چې د سعودي عربستان په سویل‌لویدیځ کې یې پر بیشه او فرسان ښارونو، په لویدیځ کې طائف او د سرې بحیرې دساحل ینبع کې ملکي وګړي پر نښه کول. د دغو بریدونو د احتمالي زیانونو په اړه جزئیات نه‌دي ورکړ شوي.

په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدا

د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ جګړه اوس په سیمه کې د پراخې جګړې له نویو جبهاتو څخه یوه ګرځېدلې ده؛ هغه جګړه، چې د فبرورۍ په وروستیو کې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته پیل شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حوثیانو پر وړاندې په مستقیم پوځي اقدام کې د مداخلې په اړه د سعودي عربستان غوښتنې رد کړې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د شنبې پر ورځ په یوه امنیتي خبرداري کې د منځني ختیځ له خپلو اتباعو غوښتي، چې د حوثیانو د بریدونو په ګډون د امنیتي ګواښونو پر وړاندې ډېر هوښیار واوسي.

دغه وزارت له هغو امریکايي وګړو، چې له منځني ختیځ څخه بهر دي؛ غوښتي، چې دې سیمې ته د سفر یا له دې سیمې څخه د تېرېدا په اړه « بیا غور وکړي».

بریدونه به روان وي حوثیان

حوثیان، چې د یمن پر ګڼ مېشتو سیمو او د دغه هېواد پر ډېره شمالي برخه واک لري؛ له جولای راپدېخوا یې پر سعودي عربستان خپل بریدونه زیات کړي دي.

دغې ډلې له دې مخکې ویلي وه، چې پر سعودي عربستان یې بحري محاصره لګولې او په سره بحیره کې یې د سعودي بېړۍ پر نښه کړې دي.

په وروستیو بریدونو کې د سعودي عربستان ښارونه، د انرژۍ بېخبناوې او د بېړیو تګ راتګ پر نښه شوی او د نړۍ د تېلو پر عرضه د دغو بریدونو د اغېز په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

دغو بریدونو د سرې بحیرې لاره هم له زیاتو ګواښونو سره مخ کړی ده. دا لاره د خلیجي هېوادونو د تېلو د صادراتو له مهمو بدیلو لارو څخه ده. په داسې حال کې، چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ اوس هم له محدودیتونو سره مخ دی.

له سعودي عربستان سره مرستې ته چمتو یوو ترکیه

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان ویلي؛ د حوثیانو د پرله‌پسې بریدونو له کبله ښايي سعودي عربستان پوځي مرستو ته اړتیا ولري او ترکیه چمتو ده، چې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د درې‌اړخیز دفاعي تړون له مخې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

فیډان له «NTV» شبکې سره په مرکه کې ویلي: اوس هم روښانه نه‌ده، چې ترکیه به څه ډول مرسته وړاندې کړي؛ خو د سعودي اړتیاوې ښايي« ځینې تخنیکي مسایل» هم راونغاړي.

د تېرې میاشتې له لاسلیک شوي درې‌اړخیز تړون سره سم پر هر یوه له دغو درې هېوادونو وسله‌وال برید به پر ټولو درې هېوادونو برید ګڼل کېږي.

ایران د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې د پای غوښتنه کړې

د ایران ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي د شنبې پر ورځ له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې تهران د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدا غوښتونکی دی.

هغه ویلي، د ده پر باور یمنیانو هم له سعودي عربستان سره د یوې هوکړې غوښتنه کړې ده.

رضايي همداراز ویلي، ایران له منځګړو او امریکا سره د جګړې د درېدلو خبرو د بیا پیل لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي دي. د هغه پر وینا، له دغو شرطونو څخه یو یې« په ټولو جبهاتو کې د جګړې پای» دی.

هغه زیاته کړې، چې له قطري او پاکستاني منځګړو سره سلا مشورې روانې دي او تهران د ډونالډ ټرمپ ځواب ته منتظر دی.

د امنیت شورا د حوثیانو بریدونه وغندل

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې پر ورځ پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه غندلي دي.

د دې شورا په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حوثیانو په بریدونو کې ملکي او د انرژۍ بېخبناوې پر نښه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته په کې مرګ‌ او ‌ژوبله اوښتې ده.

د امنیت شورا په یمن کې د حوثیانو« پوځي زور زیاتول» هم غندلي دي.

Trending

Exit mobile version