لوبی
آرمان افسي د خراسان فاریاب لوبډلې ته درې پر یو ماتې ورکړه
دغه لوبه د دوشنبې پر ورځ په کابل کې ترسره شوه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اتهپنځوسمه لوبه کې آرمان افسي د خراسان فاریاب لوبډلې ته درې پر یو ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې خپله پنځمه بریا ترلاسه کړه.
دغه لوبه د دوشنبې پر ورځ په کابل کې ترسره شوه.
مالکوم ازیاح شاو د لوبې په نههدېرشمه دقیقه کې د آرمان لومړی ګول وواهه او لوبډله یې مخکې کړه؛ خو د لومړۍ نیمې په اضافي وخت کې نوراحمد د خراسان فاریاب لپاره د مساوي ګول وواهه او لومړۍ نیمه یو پر یو پای ته ورسېده.
د لوبې په څلورپنځوسمه دقیقه کې سلیمان آریا د آرمان دوهیم ګول وواهه او لوبډله یې بیا مخکې کړه.
میرآغا شریفي د لوبې پر اویایمه دقیقه کې د آرمان درېیم ګول وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې درې پر یوه کړه.
د خراسان فاریاب لوبډلې په پاتې وخت کې د لوبې پایله بدله نهشوه کړی او آرمان افسي د دوه ګولونو پر توپیر بریا خپله کړه او درې امتیازونه یې ترلاسه کړل.
دغه راز آرمان افسي نهه کارنرونه ترلاسه کړل؛ خو خراسان فاریاب څلور کارنرونه درلودل. د خراسان فاریاب لوبغاړو شپږ ژېړ کارتونه او د آرمان لوبغاړو یو ژېړ کارت ترلاسه کړ. په دې لوبه کې کوم لوبغاړي سور کارت ترلاسه نهکړ.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فوټبال مینهوال کولی شي دغه سیالۍ وڅاري.