Connect with us

لوبی

آریانا تلویزیون له ۸ کلونو راپدیخوا نړیوالې سپورتي لوبې خپروي

خپور شوی

د

له اته کلونو راپدیخوا آریانا نړیوالې تلویزیوني شبکې (ATN) پر پوره ډاډ د نړۍ د سپورت بېلابېلې لوبې په افغانستان کې د میلیونونه مینه والو کورونو ته راوړي دي.

د هېواد په ګوټ ګوټ کې د لوبو لیدونکيو تېره میاشت له دمې پرته شاوخوا څلور اوونۍ بېلابېلې سیالۍ ولېدلې؛ د هیلو، ولولو، خفګانونو، حیرانتیاوو، خوښیو او د لوبډلو د وتلو شاهدان شول.

وروستۍ لوبه، چې د تېرې یکشنبې پر ورځ د ارجنتاین او فرانسې ترمنځ ترسره شوه ورسره په تاج یا جام کې شته ګاڼه په ډاګه شوه او له شک پرته دا د نړیوال جام ترټولو غوره پایلوبه وه، چې ATN  خپره کړه او په ټول هېواد کې یې مینه والو ته هره په زړه پورې شېبه د هرې کورنۍ تر کوره په ژوندۍ بڼه راورسوله.

روان ۲۰۲۲ ز. کال په حقیقت کې د آریانا تلویزیون مینه والو ته یو ښه کال و. د دې کال په دوه یمه نیمایي کې ATN د سپورتي هڅو درې لویو پېښو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړل:

لومړی د آسیا کرکت شورا د آسیا کپ شل آوریزې سیالۍ وې، چې د اګست له ۲۷ څخه د سپتمبر تر ۱۱ پورې ترسره شوې.

دغه سیالۍ د سریلانکا پر کوربتوب وې؛ خو په عربي متحده اماراتو، دوبۍ او شارجه کې ترسره شوې او دا لوبې په افغانستان کې له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېدې.

د سپورت دوه یمه لویه پېښه، چې ATN  د مینه والو تر کورونو ورسولې؛ د سږکال ICC T20 نړیوال جام و، چې د اکتوبر له ۱۶ څخه د نومبر تر ۱۳ پورې په آسترالیا کې ترسره شو.

دا د نړۍ په کچه د سپورت یو بل څلور اوونیز پړاو و، چې د ATN لخوا په افغانستان کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وړاندې شو.

درېیم او وروستۍ ګاڼه یي هغه جام و، چې قطر ۲۰۲۲ فیفا نړیوال جام  نومول شوی او د نومبر له ۲۰ څخه د دسمبر تر ۱۸ پورې بریالی او له ولولو ډک ترسره شو.

افغانان له کرکت او فوتبال سره مینه لري او د نږدې درې میاشتو په بهیر کې یې په ژوندۍ بڼه نړیوالې لوبې له ځنډ پرته خپرې کړې؛ میلیونونو هېوادوالو ته یې د هیلو، لیوالتیا او خوښۍ زیري وړاندې کړل.

د کرکت مینه وال خوږیاڼي په فیسبوک کې د ۲۰ آوریز نړیوال جام پر مهال څرګنده کړې: له آریانا څخه مننه، چې زما کورنۍ یې  ډېره خوشحاله کړه او مونږ د کرکت دا لوبې ګورو.

احمدي، یو بل مینه وال دی، چې د ارجنتاین فوتبال لوبډلې له لوري یې د جام ترلاسه کول په فیسبوک کې ستایلي او څرګندوي: له آریانا مننه! تا زما اتل لیو میسي ان زما تر کوره راوست.

دا د هغو سلګونه زره مینه والو څخه یوازې دوه دي، چې په تېرو څو میاشتو کې یې په پرلپسې توګه یې له آریانا تلویزیون څخه خوښۍ او منندویۍ وړاندې کړې دي.

آریانا نړیوالې شبکې له ټولو غوره ستاینه دا ده، چې د نړۍ په کچه د سیالیو پر پېژندلو یې ملت ته د خوښۍ روحیه ورکړه.

همدا لامل دی، چې ATN غواړي په ۲۰۲۳ کال کې د نورو سپورتي پېښو د خپرېدا حق هم خوندي او د افغانستان مینه والو ته یې وړاندې کړي.

په ۲۰۱۴ ز. کال کې مونږ خپلو لیدونکیو ته د برازیل ۲۰۱۴ فیفا نړیوال جام تر کورونو راوړ او بیا مو په رایو کې د ۲۰۱۶ المپیک لوبې، چې ورپسې د فیفا نړیوال جام ۲۰۱۸ په روسیه کې ترسره شو؛ بیا د افغانستان غوره لیګ ۲۰۱۹؛ بیا د هند غوره لیګ ۲۰۱۹ او په ۲۰۱۹ کې د پاراګوای فوتبال ساحل نړیوال جام، چې لیدونکي یې له لیدنې او نندارې برخمن کړل.

په ۲۰۲۰ ز. کې د کرونا ناروغۍ په سپورتي اړوند ډګرونو کې یو ځنډ رامنځته کړ؛ خو په ۲۰۲۱ کې د محدودیتونو له څه نا څه پورته کېدو سره ATN درې مهمې پېښې؛ د توکیو اولمپیک لوبې ۲۰۲۰ چې په حقیقت کې د ۲۰۲۱ په جولای کې ترسره شوې وې؛ د ICC T20 نرینه وو نړیوال جام ۲۰۲۱ او د فوتسال نړیوال جام ۲۰۲۱ سیالۍ خپرې کړې.

سږکال، ۲۰۲۲ د آریانا لپاره یو زړه راکښونکی کال و؛ محدودیتونه چټک پورته شول او خلکو د سپورت نړۍ ته بیا مخه کړه. د قطر ۲۰۲۲ فیفا نړیوال جام، د ICC T20 د نرینه وو نړیوال جام ۲۰۲۲؛ د آسیا جام ۲۰۲۲؛ د آسیا لمانز لړۍ ۲۰۲۲؛ د بیجینګ ۲۰۲۲ ژمني المپیک لوبې او د ۲۰۲۲ کال د هند غوره لیګ سیالۍ خپرې شوې.

ATN  په پام کې لري، چې خپلو لیدونکیو ته په ۲۰۲۳ ز. کال کې د سترو سپورتي پېښو ډېرې ژوندۍ خپرونې د امکان تر حده افغان مینه والو تر کورونو راورسوي؛ ځکه، نو دا سرچینه د خبرتیاوو، مهالوېشونو او همدارنګه د پړاوونو او پایلو لپاره وګورئ.

 

لوبی

آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۴, ۱۴۰۴

آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه‌ او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.

په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګول‌ساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.

ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینه‌والو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینه‌والو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.

په افغانستان کې د دې مراسمو مینه‌وال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.

Continue Reading

لوبی

کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

Published

on

د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼه‌ګونې سره مخ او مینه‌والو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینه‌والو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.

مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینه‌والو د زړه‌راکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

Published

on

د افغانستان او هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو وروستۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ګډه اتلولي خپله کړه.

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

د افغانستان عبدالعزیز خان نومي د خپلې بې سارې هڅې له کبله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې واخیستې.

له وروستۍ لوبې څخه مخکې هرې لوبډلې څلور لوبې کړې وې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې درې وګټلې او له ۱۲ نمرو سره د جدول په سر کې راغله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!