لوبی
آریانا ټلویزیون د افغانستان ولیبال غوره لیګ سیالیو خپرولو تړون لاسلیک کړ
د افغانستان ولیبال غوره لیګ د درېیم پړاو سیالۍ د آریانا نړیوال ټلویزیون له خوا پر ښه او غوره کیفیت خپریږي.
د آریانا نړیوالې تلویزیوني شبکې او د ولیبال ملي فډراسیون چارواکو نن ( یکشنبه د سلواغې دوهویشتمه ) د یوې غونډې په ترڅ کې د دغو سیالیو یا ټورنمنټ پر ژوندۍ بڼه د خپرېدو تړون لاسلیک کړ.
د دې سیالیو د بچې اچونې مراسم به د دوشنبې پر ورځ ( د سلواغې درویشتمه ) ترسره شي او په دې پړاو کې به اته لوبډلې حاضرې وي، چې خپل سیالان وپېژني.
د دې سیالیو د پرانیستلو مراسم به د روانې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې ترسره شي.
هره ورځ درې لوبې ترسره کیږي، چې دوه یې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا نړیوال ټلویزیون څخه خپریږي.
د دغو سیالیو کچه؛ ځکه لوړه بلل شوې، چې د ولیبال ملي فډراسیون د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د هېواد له بېلابېلو برخو څخه غوره لوبغاړي پېژندل کېږي او په کابل کې به له روزنې وروسته دغو سیالیو ته لار مومي.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو دوه تېر پړاوونه د شپږ لوبډلو پر شتون ترسره شوي دي.
لوبی
د افغانستان او ایران فوټسال لوبډلې ۲-۲ مساوي شوې
په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي پیوستون لوبو په چوکاټ کې خپله دوهیمه لوبه له ایران سره ۲-۲ مساوي کړې.
په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.
د هېواد فوټسال لوبغاړو، چې د دې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې یې تاجکستان ته ماتې ورکړې ده؛ د راتلونکې شنبې پر ورځ به د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له مراکش سره مخ شي.
لوبی
د کابل په لویدیځ کې د فوټسال له ملي اتلانو بې ساری هرکلی وشو
د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.
د افغانستان فوټسال لوبډلې په آسیایي اتلولۍ کې د ایران پر وړاندې له تاریخي بریا وروسته په کور دننه او بهر افغانانو خپله دغه لاسته راوړنه د افغان سپورت په تاریخ کې یوه بې ساري او ویاړلې پېښه وبلله.
د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د دشت برچي سړکونه د سیمې له زرګونو اوسېدونکو ډک دي له لېوالتیا سره د خوښۍ او ویاړ پر غږ پورته کولو له افغان آسیایي اتلانو تود او بې ساری هرکلی کوي.
دغه پراخه لېوالتیا د افغانانو د یووالي او ملي ویاړ څلی ګرځېدلی او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ورسره د خلکو پوره مینه وځلول شوه.
لوبی
افغان فوټسال ۱۷ کلنې لوبډلې په آسیايي سیالیو کې پایلوبې ته لار وموندله
د افغانستان ځوانې لوبډلې د لوبې په بهیر کې نهستړې کېدونکې هڅې ترسره او خپل ځانګړی هوډ ښکاره کړ. له دې بریا سره، افغانستان د اتلولۍ پایلوبې ته ورسېد.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ځوانو لوبغاړو د آسیایي سیالیو په نیمه پایلوبه کې ټایلینډ ته ۹ ـ ۱ ماتې ورکړه او د ۲۰۲۵ کال د آسیا ځوانانو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د افغانستان ځوانې لوبډلې د لوبې په بهیر کې نهستړې کېدونکې هڅې ترسره او خپل ځانګړی هوډ ښکاره کړ. له دې بریا سره، افغانستان د اتلولۍ پایلوبې ته ورسېد.
افغانستان به د پنجشنبې پر ورځ له خپل سیمهییز ځواکمن سیال ایران سره مخ شي او دواړه لوبډلې به د آسیایي ځوانانو لوبو اتلولۍ ته د رسېدو لپاره ولوبیږي.
د سپورټ شنونکو د افغان ځوانانو له تاکتیکي نظم او بریدګر مزاج ستاینه کړې او د دوی پرمختګ یې په افغانستان کې د فوټسال د پرمختګ لپاره یو د ټینګار وړ پړاو وباله.
دې تاریخي بریا په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوالو ترمنځ جشنونه راوپارول او ډېر یې د افغان فوټسال راتلونکي ته هیله من کړل.
د یادونې ده، چې ۱۷ کلنه فوټسال ملي لوبډله به د دې سیالیو په پایلوبه کې سبا پنجشنبه له ایران سره مخ شي.
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days agoافغانستان په برازیل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته ونهبلل شو
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ هېواد دی
-
تازه خبرونه4 days agoله افغانستان سره د اوربند د ټینګښت لپاره د ترکيې یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي
-
تازه خبرونه4 days agoپه پنجشېر کې پارنده بند ۱۰۰ سلنه بشپړ شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه تېرو ۱۵ ورځو کې له ۱۵۳ زره څخه ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
-
سیمه ییز خبرونه21 hours agoایران له امریکا سره د سولهییزې اټومي هوکړې په لټه کې دی
-
څار4 days agoڅار: د کابل او اسلامآباد ترمنځ د خبرو درېیم پړاو
-
سوداگري3 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدا سوداګر ۲۰۰ میلیون ډالر زیانمن کړل
