تازه خبرونه
آلمان به د افغانستان له شرعي نظام سره د پیسو مرسته ونکړي – هایکوماس
رویټرز څرګنده کړې، چې د پنجشنبې پر ورځ د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له / زیډ ډي اف / سره په مرکه کې ویلي؛ که طالبان په افغانستان کې واک ترلاسه او شرعي قانون پلی کړي: آلمان به ترې مالي ملاتړ ونکړي.
هایکو ماس زیاته کړې: مونږ هر کال له افغانستان سره ۴۳۰ میلیون یورو یا ۵۰۵ میلیون ډالر مرسته کوو. که طالبان دا هېواد ونیسي او شرعي قانون معرفي کړي؛ مونږ به یو سنت هم ورنکړو.
له دې مخکې هم ماس ویلي وه، چې له افغان حکومت سره مرستې به له نړیوالو ډیمو کراټیکو ارزښتونو د پلي کولو پر شرط وړاندې شي.
په کابل کې د آلمان سفارت یو ځل بیا په افغانستان کې له خپلو وګړیو غوښتي، چې ژر تر ژره دې دا هېواد پریږدي. په داسې حال کې، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل دي.
تازه خبرونه
د ټولګډونه حکومت جوړولو هیلې بې بنسټه دي
اسلامي امارت په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د هېوادونو هیلې او غوښتنې بې بنسټه ګڼي او ټینګار کوي، چې د دا ډول غوښتنو راپورته کول به کومه پایله ونلري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې د ټولګډونه حکومت بحث د افغانستان کورنۍ موضوع ده او نور هېوادونه په دې اړه د لسوهنو حق نلري.
دا په داسې حال کې ده، چې د چین او پاکستان مشرانو اوړمه ورځ په بیجینګ کې له خپلو خبرو وروسته په یوه ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه هغه موضوع ده، چې په تېرو درې کلونو کې څو ځله د سیمې او نړۍ د هېوادونو لهخوا له اسلامي امارت سره د تعامل د شرط په توګه مطرح شوې ده.
په دې وروستیو کې د ایران او روسیې چارواکو هم له اسلامي امارت غوښتي، چې دغه ژمنه پوره کړي او په افغانستان کې یو ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د چین ولسمشر شي جینپینګ د جمعې پر ورځ په بیجینګ کې له لیدنې وروسته په یوه ګډه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه او له اسلامي امارت یې هم وغوښتل چې منځلاری سیاست غوره کړي .
اسلامي امارت اوسنی حکومت په هره برخه کې د ټولو حکومت ګڼي او ټینګار کوي، چې هېوادونه د ټولګډونه تعریف نلري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا هم د ټولګډونه حکومت موضوع د افغانستان کورنۍ مسله ګڼي او له هېوادونو غواړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.
د ټولګډونه حکومت پر رامنځته کولو سربېره له ترهګرو ډلو سره مبارزه او اړیکې پرې کول، د بشری حقونو په تېره بیا د ښځو او توکمي اقلیتونو د حقونو خوندي کول او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې اړین شرطونه دي.
اسلامي امارت وايي، چې د نړیوالې ټولنې ټول شرطونه یې پرځای کړي؛ خو نړۍ د رسمیت پېژندنې په اړه بهانې جوړوي.
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې له افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۵۰ میلیون یورو ځانګړې کړې
این کمک در حالی اعلام میشود که نمایندگان جامعه جهانی امروز (دوشنبه) در بروکسل، پایتخت بلجیم گرد هم آمدند تا در مورد بحران صحی و غذایی در افغانستان بحث کنند.
اروپايي ټولنې څرګنده کړې، چې له افغانانو سره د مرستې لپاره یې ۱۵۰ میلیون یورو ځانګړې کړي دي.
دا مرستې په داسې حال کې اعلانېږي، چې د دوشنبې پر ورځ د غبرګولي ۲۱ د نړیوالې ټولنې اړوند استازي د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې سره راټول شول او د افغانستان پر روغتیايي او خوراکي ناورین یې خبرې وکړې.
له ځانګړیو شویو پیسو څخه به ۱۲۶ میلیون یورو په هېواد کې دننه، ۱۱ میلیون یورو د پاکستان مېشتو او ۱۱ میلیون یورو ایران مېشتو افغان کډوالو لپاره ولګول شي.
اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې له افغانستان سره به دغه مرستې د خوراکي توکو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو او اوبو ته د لاسرسي په برخه کې متمرکزې وي. دغه راز د پوهنې لپاره ۱۴ اعشاریه ۵ میلیون یورو ځانګړې شوې دي.
د اروپايي ټولنې د کړکېچ د مدیریت کمیشنر یانز لنار چیچ ویلي، چې د افغانستان خلک دا مهال په نړۍ کې له یوه تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخ دي.
هغه ویلي، چې د افغانستان له ۵۰ سلنې څخه زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له ۸۵ سلنې څخه زیات په بېوسۍ او فقر کې ژوند کوي.
اروپايي ټولنې ویلي، چې له افغانستان سره مرستې د خپلو هغو شریکانو له لارې تر سرهکېږي، چې په افغانستان کې دننه کار کوي.
تازه خبرونه
ټوماس ویسټ د افغانستان په اړه له ازبک چارواکو سره خبرې وکړې
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ د افغانستان په اړه له ازبکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
ویسټ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) یې د ازبکستان د ملي امنیت شورا له مرستیال عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان په اړه د دغه هېواد له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې یې په افغانستان کې پر ګڼو ګډو ګټو او د پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا لیدنه په واشنګټن کې د نوموړي پر کوربتوب تر سره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د چنګاښ پر لسمه / د جون پر دېرشمه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر کوربتوب په دوحه کې دوه ورځنۍ درېیمه ناسته د هېوادونو د ځانګړيو استازو پر ګډون جوړه شي.
-
لوبی3 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته د وړ نوماندانو نوملړ اعلان شو
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامي امارت ته مشوره مداخله نده؛ د تهران غونډه ورته ښه تریبون و، خوګډون یې په کې ونکړ
-
لوبی1 day ago
هند په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته د لږ نمرو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
اسرائیل د افغانستان او ایران ترمنځ د درز رامنځته کولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د روسیې ولسمشر د کابل او مسکو پر نږدې اړیکو ټینګار څرګند کړ
-
تحول5 days ago
تحول: متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي پر سفر غبرګونونه
-
نړۍ2 days ago
شمالي کوریا جنوبي کوریا ته د کثافاتو د بالونونو استول بیا پیل کړل