تازه خبرونه
آلمان د افغان کډوالو د ایستلو د همغږۍ لپاره د اسلامي امارت استازو ته د ورتګ اجازه ورکړه
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ د تخنیکي ملاتړ یوې ډلې ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ورکړ شوې، چې موخه یې افغانستان ته د ایستل کېدونکو کسانو د شمېر زیاتول دي.
د آلمان حکومت د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ د اسلامي امارت د استازو یوې ډلې ته یې دې هېواد ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ورکړې، چې افغانستان ته د افغان وګړو د ایستلو د بهیر د زیاتولو لپاره همغږي وکړي.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ د تخنیکي ملاتړ یوې ډلې ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ورکړ شوې، چې موخه یې افغانستان ته د ایستل کېدونکو کسانو د شمېر زیاتول دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، په جرمني کې د شاوخوا ۴۵۰ زره افغان وګړیو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کول او د هغوی د بېرته ستنېدا له بهیر سره مرسته د آلمان پر ګټه ده.
د جرمني چارواکو ویلي، د پلاوي غړي له امنیتي ارزونو تېر شوي؛ په دې هېواد کې د رسمي ډیپلوماټانو له اعتبار برخمن نهدي او له لنډې مودې وروسته به آلمان پرېږدي.
برلین په وروستیو کلونو کې د ډېرو پناهغوښتونکو او کډوالو له منلو وروسته خپله د کډوالۍ تګلاره سخته کړې ده. د صدراعظم فریډریش مرټس حکومت ويلي: افغانستان ته به د کډوالو په ایستلو کې پر هغو کسانو تمرکز وشي، چې جرمي سابقه لري؛ خو تېره اوونۍ داسې ۲۳ افغان نرینه له آلمان ایستل شوي وه، چې په هغوی کې ځینې پر هیڅ جرم محکوم شوي نه ول.
تازه خبرونه
افغان او د UNHCR استازو د افغان کډوالو پر خوندي راستنېدا او همغږۍ خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د افغان کډوالو د خوندي او باعزته راستنېدا او له هغوی څخه د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا خبرې د دغه وزارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د UNHCR د افغانستان د دفتر د مشر عرفات جمال ترمنځ په لیدنه کې وشوې.
په دې لیدنه کې د راستنېدونکو د وضعیت د ښهوالي لپاره د افغانستان او UNHCR ترمنځ د اغېزمنې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا هم بحث وشو.
دغه راز دواړو لوریو د هغو هېوادونو او بنسټونو د هڅو د همغږي کولو په اړه هم خبرې وکړې، چې په دې برخه کې مسوولیت او لېوالتیا لري.
تازه خبرونه
متقي او ډېکارلو د افغانستان او ملګرو ملتونو پر همکاریو خبرې کړي
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت بحث کړی او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو یې نظرونه سره شریک کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دې وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو مرستیالې روزمري ډېکارلو سره په ټیلیفوني خبرو کې د کابل او ملګرو ملتونو ترمنځ پر همکاریو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو په دې ټیلیفوني خبرو کې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر عمومي وضعیت بحث کړی او د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو یې نظرونه سره شریک کړي دي.
همدارنګه په دې خبرو کې د دوحې بهیر د چوکاټ له مخې د راتلونکو تعاملاتو او همکاریو د څرنګوالي په اړه هم نظرونه شریک شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د دوحې بهیر په چوکاټ کې د راتلونکو ناستو د وخت او موضوعاتو په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.
تازه خبرونه
پنجاب له ګاونډ هېوادونو نه، له ګاونډ ایالتونو ډېر ګواښل کېږي- مریم نواز
مریم نواز شریف د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛ هیله لري، چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي.
د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم نواز شریف ويلي، پنجاب د ګاونډ هېوادونو پر پرتله له ګاونډ ایالتونو څخه له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخ شوی دی.
مریم نواز شریف د شنبې پر ورځ په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي؛ هیله لري، چې د پنجاب خلک په بشپړ امنیت کې ویده شي.
هغې ویلي:« له ګاونډ هېوادونو څخه پنجاب ته ګواښونه کم دي، خو له ګاونډ ایالتونو څخه ډېر دي.»
نوموړې زیاته کړې، له همدې سیمو څخه پنجاب ته ترهګریز بریدونه کېږي.
پنجاب په شمال او لویدیځ کې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان، په سویل کې له سند ایالت او په ختیځ کې له هند سره ګډې پولې لري.
د پنجاب د اعلی وزیرې دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د پاکستان حکومت تل هند او د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پر رامنځته کولو تورن کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت دغه ادعاوې تل رد کړي او څرګندوي، چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد د کورنیو ستونزو له کبله ده.
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶/۲۷ د افغانستان کرکټ لوبو د خپرولو ځانګړی حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد امریکا د استازو په جرګه کې لومړنۍ افغانتوکمې غړې عایشې وهاب لوړه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoله اسلامي امارت سره د تعامل کوم پلان نهلرو- امریکا
-
تازه خبرونه4 days agoآلمان د جرمي مخینې لرونکي ۲۲ افغان پناهغوښتونکي کابل ته ولېږدول
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت مشر د ټرافیکي پېښو په اړه فرمان صادر کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد شانګهای همکاریو ټولنه دې له افغانستان سره منظمې خبرې بیا پیل کړي – ازبکستان
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days agoپه یو کال کې ۲۰ میلیون ماشومان له انلاین جنسي ځورونې سره مخ شوي
-
سوداگري3 days agoافغان او روسي چارواکو د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
