Connect with us

سیمه ییز خبرونه

آیا ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو پیسې وضع کولی شي؟

د راپور له مخې؛ تهران هڅه کوي، چې د بېړیو پر تګ راتګ د پیسو د وضع کولو له لارې په هرمز تنګي کې له سپاه پاسداران سره پر همغږۍ ډېره نوره څارنه هم رامنځته او د بېړیو خوندي تګ راتګ ډاډمن کړي.

خپور شوی

د

رویترز خبري آژانس په یوه راپور کې دا موضوع څېړلې، چې آیا ایران له حقوقي پلوه کولی شي له هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو بېړیو پر تګ راتګ پیسې وضع کړي او که نه؟!.

د راپور له مخې؛ تهران هڅه کوي، چې د بېړیو پر تګ راتګ د پیسو د وضع کولو له لارې په هرمز تنګي کې له سپاه پاسداران سره پر همغږۍ ډېره نوره څارنه هم رامنځته او د بېړیو خوندي تګ راتګ ډاډمن کړي.

هرمز تنګی څه ډول سیمه ده؟

هرمز تنګی هغه اوب‌‌لاره ده، چې فارس خلیج له عمان خلیج سره نښلوي او د ایران او عمان په سمندري اوبو کې پروت دی. دا د نړۍ د انرژۍ د لېږد لویه‌لار ګڼل کیږي، چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل ترې تېرېږي.

د دې اوب‌‌لارې اوږدوالی شاوخوا ۱۶۷ کیلومټره دی او په یوه نرۍ برخه کې د بېړیو د تګ راتګ دوه بېلابېلې لارې د حایل سیمې په توګه لري.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته دا لار په عملي ډول محدوده کړې او د کړکېچ د پای ته رسېدا د شرطونو په توګه یې په کې پر تګ راتګ د پیسو غوښتنه کړې؛ خو د دې پیسو د عملي اخیستلو څرنګوالی تر دې دمه روښانه نه‌دی.

نړیوال قانون څه وايي؟

د سمندرونو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون، چې په۱۹۸۲ ز.کال کې تصویب شوی او له ۱۹۹۴ راپدېخوا پلی کیږي؛ په نړیوالو تنګیو کې بې‌خنډه «ټرانزیټي تګ» حق ډاډمنوي.

دغه سمندري هوکړه ساحلي هېوادونو ته اجازه ورکوي، چې د خپلو سمندري اوبو په حدودو کې تګ راتګ تنظیم کړي؛ خو باید د بېړیو بې‌ضرره او آزاد تګ راتګ هم ډاډمن کړي.

خو ایران او امریکا دا کنوانسیون نه‌دی لاسلیک کړی، چې حقوقي بحثونه نور هم پېچلې کوي.

د پیسو وضع کولو احتمالي ستونزې

رویترز راپور ورکوي، چې د ملګرو ملتونو د سمندرونو د قانون د پلي کولو لپاره مستقیم اجرائیوي میکانیزم نشته. که څه هم نړیوالې محکمې پرېکړې کولی شي؛ خو د پلي کېدا مستقیم ځواک نه‌لري.

دغه راز هېوادونه او شرکتونه کولی شي د بېړیو د لارو پر بدلولو یا د هغو بنسټونو پر ضد د هدفمندو بندیزونو له لارې، چې له دې پیسو سره تړاو ولري؛ د دې کړنې مخه ونیسي.

دغه راپور زیاتوي، چې ځینې شرکتونه اوس له هرمز تنګي څخه د تېرېدا بدیلې لارې ارزوي.

سیمه ییز خبرونه

پاکستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ایران نوې طرحه امریکا ته سپارلې

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم تائید کړې، چې د تهران لیدلوري د پاکستان له لارې امریکايي لوري ته رسېدلي دي.

Published

on

پاکستاني سرچینو رویټرز ته ویلي؛ اسلام‌آباد د منځني ختیځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره د ایران نوې طرحه امریکا ته لېږدولې؛ په داسې حال کې، چې د هوکړې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې اوس هم بې‌پایلې پاتې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم تائید کړې، چې د تهران لیدلوري د پاکستان له لارې امریکايي لوري ته رسېدلي دي.

دغه رازډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اوربند په نازک وضعیت کې دی او د ایران د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي پر سر اختلافونه اوس حل شوي نه‌دي.

ایران ټینګار کړی، تر هغې، چې جګړه په بشپړ ډول پای ته ونه‌رسېږي؛ د خپل اټومي پروګرام په اړه به خبرې ونه‌کړي او د بندیزونو لرې کېدل، د سمندري کلابندۍ پای او د تېلو د خرڅلاو بیا پیل غواړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

باکو د نړۍ د ښار جوړونې د سترې غونډې کوربه شو

دغه غونډه، چې د مې له اووه‌لسمې څخه به تر دوه‌ویشتمې پورې روانه وي؛ د آذربایجان حکومت او د ملګرو ملتونو د بشري میشتځایونو پروګرام پر همکارۍ جوړه شوې ده.

Published

on

د آذربایجان په پلازمېنه باکو ښار کې د نړۍ د ښارونو دیارلسمه نړیواله غونډه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د لسګونو زره ګډونوالو په حضور کې پیل شوه.

دغه غونډه، چې د مې له اووه‌لسمې څخه به تر دوه‌ویشتمې پورې روانه وي؛ د آذربایجان حکومت او د ملګرو ملتونو د بشري میشتځایونو پروګرام پر همکارۍ جوړه شوې ده.

د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې؛ د نړۍ د ۱۸۲ هېوادونو له ۴۰ زره ډېرو کسانو په دې نړیواله غونډه کې نوم‌لیکنه کړې، چې دا یې د دغې نړیوالې غونډې تر ټولو ستر پړاو ګرځولی دی.

په دې فورم کې دولتي چارواکي، د ښار جوړونې څانګه‌وال(متخصصان) پانګه‌وال او د نړیوالو بنسټونو استازي د ښاري پراختیا، اقلیمي بدلونونو، ارزانه استوګنځیو او ځیرک ښارونو په اړه خبرې اترې کوي.

د دغې غونډې له اړینو برخو څخه په قره‌باغ او ختیځ زنګزور کې د آذربایجان د بیارغونې او پراختیایي پروژو ارزونه بلل شوې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

سعودي عربستان د ایران د جګړې پر مهال په عراق کې هوايي بریدونه کړي دي

دا بریدونه د سعودي عربستان او عراق ترمنځ د شمالي پولو په نږدې سیمو کې ترسره شوي او هغه اډې او مورچلې یې پر نښه کړي، چې د ایران له ملاتړه برخمن ول.

Published

on

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران د جګړې په لړ کې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د عراق هغه هدفونه وویشتل، چې د تهران له ملاتړه برخمنو وسله‌والو ډلو پورې تړلي بلل کېدل.

دا بریدونه د سعودي عربستان او عراق ترمنځ د شمالي پولو په نږدې سیمو کې ترسره شوي او هغه اډې او مورچلې یې پر نښه کړي، چې د ایران له ملاتړه برخمن ول.

د راپور له مخې؛ په دغو هدفونو کې داسې ځایونه هم ول، چې له هغه ځایه د سعودي عربستان او د خلیج د نورو هېوادونو پر ضد د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه ترسره کېدل.

همدارنګه راپور ښیي، چې ځینې وختونه د کویټ له خاورې څخه د عراق پر لور د توغندیزو بریدونو خبرونه هم ورکړ شوي؛ خو دا روښانه نه‌ده، چې دا بریدونه په کویټ میشتو امریکایي ځواکونو کړي او که سیمه‌ییزو ځواکونو.

په یوه بله پېښه کې د عراق د جنوب د «کتائب حزب‌الله» ډلې پوستې پر نښه شوي، چې له کبله یې څو جنګیالي وژل شوي او د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو یو ارتباطي مرکز هم ویجاړ شوی دی.

رویټرز څرګنده کړې، چې سعودي عربستان د جګړې پر مهال د خپلو سیمو پر ضد د بریدونو په ځواب کې د لومړي ځل لپاره د ایران پر خاوره هم مستقیم بریدونه کړي دي. متحده عربي اماراتو هم ورته عملیات ترسره کړي دي.

دغه راز له ایران سره نږدې ډلې په عراق کې د جګړې پر مهال سلګونه بې‌پیلوټه الوتکې د خلیج پر هېوادونو؛ په ځانګړي توګه سعودي عربستان او کویټ توغولي دي.

د دغو بریدونو له کبله د خلیج عربي هېوادونه اړ شوي، چې د عراق له حکومت څخه وغواړي د دغو ډلو فعالیتونه کنټرول کړي او ان د اعتراض پر توګه یې د عراق سفیران او استازي هم احضار کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!