تازه خبرونه

اروپايي ټولنې راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو په برابرولو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ نیکولا بیلومو د اسلامي امارت له لوري د میلیونونو افغانانو د راستنېدا بهیر ښه مدیریت ستایلی او څرګندوي، چې د شاوخوا اته میلیون کسانو راستنېدا ښايي ګڼې ستونزې او پېچلي حالتونه رامنځته کړي؛ خو اسلامي امارت د دغه بهیر په مدیریت کې بریالی پاتې شوی دی.

Published

on

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي استازي نیکولا بیلومو سره په لیدنه کې راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو، د هغوی د بیا مېشتېدا او د ستونزو د بنسټیز حل لارو په اړه خبرې کړې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ نیکولا بیلومو د اسلامي امارت له لوري د میلیونونو افغانانو د راستنېدا بهیر ښه مدیریت ستایلی او څرګندوي، چې د شاوخوا اته میلیون کسانو راستنېدا ښايي ګڼې ستونزې او پېچلي حالتونه رامنځته کړي؛ خو اسلامي امارت د دغه بهیر په مدیریت کې بریالی پاتې شوی دی.

د اروپايي ټولنې نوي استازي ډاډ ورکړی، چې دغه ټولنه به له افغانانو سره خپلې بشري مرستې روانې ساتي.

نوموړي زیاته کړې، اروپايي ټولنه چمتو ده، چې د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل او د اغېزمنو کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.

په دې لیدنه کې د راستنېدونکو او افغان کډوالو په اړه اروپايي ټولنې خپل وړاندیزونه هم وړاندې کړي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د اروپايي ټولنې له استازي او مل پلاوي هرکلی کړی او د اړمنو کورنیو لپاره یې د نړیوالو بنسټونو له مرستو مننه کړې ده.

نوموړي نیکولا بیلومو ته د نوې دندې مبارکي ویلې او وایي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له حضور ملاتړ کوي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو پر دایمي حل تمرکز لري او تر اوسه یې د هغو د مېشتولو لپاره ۸۰ ښارګوټي په پام کې نیولي دي.

د نوموړي ویلي، د اړتیاوو له مخې د دغو ښارګوټو د جوړولو او پراختیا بهیر روان دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر له اروپايي ټولنې غوښتي، چې د راستنېدونکو لپاره د ښارګوټو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي او زیاتوي؛ اسلامي امارت د بې‌سرپرسته راستنېدونکو او ښځو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.

Trending

Exit mobile version