سوداگري
ازبکستان او افغانستان پر ترانزیتي اسانتیاوو رامنځته کولو خبرې وکړې
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د ازبکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ د له پلاوي سره په کتنه کې، چې کابل ته راغلی؛ د ازبکستاني سوداګرو پر پانګونه او د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ ترانزیتي اسانتیاوو رامنځته کولو خبرې وکړې.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه ( د وږي ۵ ) دغه خبر خپور کړی او څرګندوي، چې د دغه وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په کابل کې د ازبکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال نظم جان خالمرادوف پر مشرۍ د ازبکستان له سوداګریز پلاوي سره وکتل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د پانګونې د پياوړتيا، د ترانزيتي مسايلو، د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ترانزيتي اسانتياوو د برابرولو، د ګمرکي فعاليتونو ٢٤ ساعته کولو او د سوداګريزو تړونونو د لاسليکولو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د کرنې وزارت ويلي؛ د ازبکستان ځانګړي استازي پر مشرۍ پلاوي د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مرستیال او د دغه هېواد له سفیر سره کتلي دي.
د کرنې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د چارواکو او ازبکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو اصلي تمرکز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د اړیکو ټینګول دي.
دغه پلاوي د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له سرپرست سره د لیدنې ترڅنګ د سالنګ له لویې لارې څخه هم لیدنه وکړه. دا لویه لار ازبکستان ته د مالونو د لېږد اصلي لاره ده.
د ازبکستان دغه لوړ پوړی پلاوی، چې د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د لومړي مرستیال پر مشرۍ پرون (شنبه د وږي ۴ ) افغانستان ته راغلی و، د اسلامي امارت له چارواکو سره د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د کارپوهانو پر اند؛ هر څومره، چې له ګاونډ هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شي هومره ورسره د هېواد اقتصاد پیاوړی کیږي.
سوداگري
ازبکستان ته د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر سفر؛ په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پیاوړی ګډون
د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ په دې نندارتون کې له ۶۰ څخه زیات افغان شرکتونه برخه لري.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په نړیوال صنعتي نندارتون« د منځنۍ آسیا اینوپروم» » کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر کړی دی.
دا نندارتون د صنایعو د ودې، د پرمختللیو ټکنالوژیو د معرفي کولو او د پانګونې د همکاریو د پراختیا لپاره جوړ شوی او په کې د بېلابېلو هېوادونو لکه روسیې، بېلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان چارواکي، پانګوال او تولیدوونکي ګډون لري.
د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ په دې نندارتون کې له ۶۰ څخه زیات افغان شرکتونه برخه لري.
د پنبې، سکرو، درملو او کرنیزو محصولاتو په برخو کې د افغان شرکتونو حضور د دې ښکارندوي دي، چې افغانستان هڅه کوي خپلې سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او د سیمې پر کچه خپل اقتصادي ظرفیتونه معرفي کړي.
« د منځنۍ آسیا اینوپروم » نندارتون یو له سترو صنعتي او پانګیزو پېښو څخه ګڼل کېږي، چې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت برابروي.
سوداگري
د افغانستان د هوايي ټرانزیټ عواید زیات شوي؛ له الوتنو میلیونونه ډالر ترلاسه کېږي
د یاد راپور له مخې؛ اوس مهال په اوونۍ کې نږدې دوه زره الوتنې د افغانستان له فضا تېرېږي، چې دا شمېر د تېر کال پر پرتله شاوخوا پېنځه ځلې زیاتوالی ښيي.
په داسې حال کې، چې د نړۍ د الوتنو مخه د سیمې د کړکېچونو له کبله افغانستان ته رااوښتې؛ سویس انفو راپور ورکړی، چې د افغانستان له هوايي حریم څخه د الوتکو تېرېدا د دې هېواد لپاره د پام وړ عواید رامنځته کړي دي.
د یاد راپور له مخې؛ اوس مهال په اوونۍ کې نږدې دوه زره الوتنې د افغانستان له فضا تېرېږي، چې دا شمېر د تېر کال پر پرتله شاوخوا پېنځه ځلې زیاتوالی ښيي.
د یاد راپور د څرګندونو له مخې؛ له هرې الوتکې شاوخوا ۷۰۰ ډالر د تېرېدا حق اخیستل کېږي، چې په ټولیزه توګه اوونیز عواید شاوخوا ۱.۴ میلیون او کلني عواید یې له ۷۰ میلیون ډالرو اوړي.
دا زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی، چې په اوکراین کې جګړې او د منځني ختیځ کړکېچونو د اروپا او آسیا ترمنځ دودیزې هوايي لارې محدودې کړي او هوايي شرکتونه اړ دي، چې د افغانستان په ګډون بدیلې لارې وکاروي.
د راپور له مخې؛ د ډېرو نورو هېوادونو پر پرتله د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدا فیس د هرې الوتنې لپاره ثابته کچه لري او د الوتکې د وزن یا واټن له مخې نهمحاسبه کېږي.
سره له دې ځینې اندېښنې هم وړاندې شوې دي.
د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د پرمختللي هوايي ټرافیک د څارنې سیسټم د نشتوالي له کبله پیلوټان خپله د اړتیا وړ همغږي ترسره کوي، چې دې موضوع نیوکې رامنځته کړې دي.
دغه راز ځینو هوايي شرکتونو د امنیتي وضعیت او د لارو د بدلون له کبله خپلې ځینې الوتنې د منځني ختیځ پر لور لغوه کړي او د سفري بازار پاملرنه نورو لوریو؛ لکه اروپا او کارائیب ته زیاته شوې ده.
دا بدلونونه ښيي، چې افغانستان سره له ګڼو ستونزو؛ په نامستقیمه توګه د سیمې له ژیوپولیټیک بدلونونو ګټه اخیستې او د هوايي ټرانزیټ یوه اړینه لار ګرځېدلې ده.
سوداگري
د سیمې د انرژۍ بدلون؛ له روسیې افغانستان ته د سون توکو واردات زیات شوي
د سوداګرو لهخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ له جنوري څخه تر مارچ پورې وخت کې دغو هېوادونو ته د سون توکو رسولو ټول حجم ۳.۳۴۷ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلی دی.
د رویترز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو او افغانستان د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې له روسیې او بېلاروس څخه د اوسپنېپټلۍ له لارې د سون توکو واردات له ۵۰ سلنې زیات کړي؛ ځکه، چې له یوېخوا د سیمې کړکېچونو له روسیې څخه د انرژۍ د صادراتو لوري بدل کړی او له بلېخوا له منځني ختیځ څخه عرضه هم کمه شوې ده.
د سوداګرو لهخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ له جنوري څخه تر مارچ پورې وخت کې دغو هېوادونو ته د سون توکو رسولو ټول حجم ۳.۳۴۷ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلی دی.
رویټرز ويلي؛ له هغې وروسته، چې اروپایي ټولنې د ۲۰۲۳ ز.کال په فبرورۍ کې د روسیې د سون توکو پر وارداتو بندیزونه ولګاوه؛ نو د مرکزي آسیا هېوادونه د روسیې د سون توکو د صادراتو اصلي بازار شو.
که څه هم روسیې د جولای تر پایه پورې د سون توکو صادرات محدود کړي؛ خو د مرکزي آسیا ځینې هېوادونه، چې له مسکو سره د بینالحکومتي تړونونو له مخې معافیت لري، خپل واردات روان ساتلي دي.
د یاد راپور له مخې؛ مغولستان د ۸۴۰ زره ټنو پر وارداتو په سیمه کې د روسیې د سون توکو تر ټولو لوی پېرودونکی هېواد دی. افغانستان هم سره له دې، چې د روسیې د سون توکو د صادراتو له بندیزونو څخه رسمي معافیت نهلري، د بېلاروس د صادراتو د دوام له کبله خپل واردات زیات کړي دي.
رویترز زیاته کړې، چې د افغانستان واردات له روسیې او بېلاروس څخه د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې د ۲۰۲۵ ز.کال د همدومره وخت پر پرتله څلور چنده زیات شوي او ۵۳۰ زره ټنو ته رسېدلي ، چې ۲۳۱ زره ټنه تېل دي.
-
سوداگري5 days agoد افغانستان د هوايي ټرانزیټ عواید زیات شوي؛ له الوتنو میلیونونه ډالر ترلاسه کېږي
-
تازه خبرونه2 days agoد «پرمختګ» اوبپاڼې پرانیسته؛ د افغانستان د رسنیو لپاره نوی معلوماتي سرچینه
-
څار2 days agoڅار: په چین کې د کابل-اسلام آباد د خبرو اترو برخلیک
-
تحول3 days agoتحول: د ایران لهخوا د هرمز تنګي د بیا بندېدا علت
-
نړۍ1 day agoد جګړې له پایلو د اماراتو اندېښنه؛ د تېلو په راکړه ورکړه کې د ډالرو دډې ته کولو احتمال
-
نړۍ2 days ago۱۶ عربي او اسلامي هېوادونو په «سومالیلینډ» کې د اسرائیلو د ډیپلوماټیک استازي ټاکل وغندل
-
سوداگري23 hours agoازبکستان ته د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر سفر؛ په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پیاوړی ګډون
-
تحول15 hours agoتحول: په افغانستان کې د جګړې د تپلو لپاره د پاکستان ناکامې هڅې
